Asset 1SWN

د سرپرست حکومت مشرتابه د ۱۴۰۳ مالي کال بودیجه توشیح کړه

مالیې وزارت۱

د سرپرست حکومت مسوولان وايي، د روان مالي کال ملي بودیجه کې د خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه په پام کې نیول شوي او د سږکال ملي بودیجه هم د تېرکال په څېر له کورنیو عوایدو تامین شوې.

د سرپرست حکومت ویاند ذبېح‌الله مجاهد که څه هم د سږکال ملي بودیجې اندازې په اړه جزییات نه‌ورکوي، خو وايي، د روان کال بودیجه کې د تېرکال په پرتله لاډېر عادي او انکشافي برخو ته پام شوی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «بودیجې کې چې څه اړین دي، روڼتیا ده چې د تېرکال په پرتله رڼه مصرف شي. بودیجه د افغانستان له ملي عوایدو لاس ته راځي او بېرته مصرفېږي. د بودیجې لګولو بهیر هم په عادي او هم بانکشافي برخه کې د تېرکال په نسبت، ډېره په پام کې نیول شوې.»

سرپرست حکومت د تېرو دوو کلونو راهیسې د بودیجې څومره‌والي په اړه له جزییاتو ورکولو پرته توشیح کوي.

د چارو شنونکي تمه لري چې سرپرست حکومت د افغانستان اقتصادي وضعیت ته په کتو د روان کال بودیجه کې تر ډېره د هېواد پرمختیايي او اقتصادي زېرمو ته ډېر پام وکړي.

د اقتصادي مسایلو کارپوه ایرج فقیري سلام‌وطندار ته وویل: «څومره چې وکولای شو دا بودیجه د افغانستان په اقتصادي نظام او زېربناوو باندې ولګوو، اغېز به یې ډېر وي، لکه د کارموندنې فرصتونه به رامنځته شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سرپرست حکومت له واکمنېدو راهیسې یوازې د ۱۴۰۱ کال بودیجه رسنیزه کړه چې ټول‌ټال ۲۳۱میلیارد افغانۍ وه او ۲۰۳میلیارد افغانۍ یې عادي او ۲۷.۹ میلیارد افغانۍ یې هم پرمختیايي برخې ته ځانګړې شوې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام