Asset 1SWN

لوګر کې ۱۴ ټُنه تارېخ تېر درمل او خوراکي توکي سوځول شوي

تاریخ تېر درمل

 د لوګر د صنعت او سوداګرۍ ریاست چارواکي وایي، د خوړو او درملو ملي ادارې سره په همغږۍ د مرکز پل‌علم او یوشمېر ولسوالیو څخه شاوخوا ۱۴ ټُنه تارېخ تېر درمل او خوراکي توکي ټول کړي او د رسنیو پر وړاندې یې له‌منځه وړي دي.

د دغه ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست رییس شبیراحمد صدیقي سلام‌وطندار ته وویل، دغه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي په تېرو څلور میاشتو کې د صنعت او سوداګرۍ ریاست د خوړو او درملو ملي ادارې سره په همغږۍ له بېلابېلو سیمو راټول او له‌منځه وړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

صدیقي زیاته کړه، صنعت او سوداګرۍ ریاست له یوشمېرو نورو ادارو سره په بشپړې همغږۍ هره اوونۍ له بازارنو او درملتونونو څخه څارنه کوي او چاه ته به د دې اجازه ورنه‌کړي چې په درملتونونو او هټیو کې تاریخ تېر درمل او یا هم خوراکي توکي وپلوري.

هغه وویل، که څوک د حکومت له پرېکړې خلاف عمل وکړي، قانون ته به يې وسپاري.

بل‌خوا د خوړو او درملو ملي ادارې یوه استازي ډاکټر شېرجان حقمل سلام‌وطندار ته وویل، په مرکز پل‌علم کې یې ۹ ټُنه او په خروار ولسوالي کې ۵ ټُنه تاریخ تېر درمل او خوراکي توکي سوځولي دي.

نوموړي ټینګار وکړ، هېوادوال دې د خوړو او درملو ملې ادارې سره مرسته وکړي او هغه درملتونونه او سوداګریز مارکېټونه چې په ناروغانو او پېردونکو تاریخ تېر درمل پلوري، دوې ته په ګوته کړي.

دوی ډاډ ورکوي چې هېوادوالو ته د ښه او باکیفیته توکو وړاندې کولو برخه کې به له هېڅ‌راز هلو ځلو ډډه ونه‌کړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

باید وویل شي چې شپږ میاشتې وړاندې هم د لوګر صنعت او سوداګرۍ ریاست او د خوړو او درملو ملي ادارې له لوري شاوخوا ۱۱ ټُنه تارېخ تېر درمل او خوراکي توکي له‌منځه وړل شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام