Asset 1SWN

ا.ا ته د دوحې ناسته کې د ګډون بلنه؛ ا.ا: دا موضوع تر ارزونې لاندې ده

ARG-ارګ

ملګروملتونو د افغانستان په اړه د دوحې د درېیمې غونډې د نېټې اعلان ترڅنګ وايي چې سرپرست حکومت ته هم په دغه غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې.

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دوحې درېیمه غونډه به د روان کال د جون پر ۳۰مه او د جولای په لومړۍ نېټه د هېوادونو د ځانګړيو استازیو په ګډون جوړه شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

خو د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، دغه غونډه کې د سرپرست حکومت د استازیو ګډون یا نه‌ګډون په اړه تراوسه وروستۍ پرېکړه نه‌ده شوې.

هغه وویل: «اسلامي امارت ته بلنه ورکړل شوې، موږ وینو چې ا.ا څه شرایط لري او دا ناسته څومره احتوا کوي، وروسته به د ګډون یا نه ګډون پرېکړه وکړو، اوس دا موضوع تر څېړنې لاندې ده.»

د ملګروملتونو د سرمنشي سیاسي مرستیالې رزمیري ډي‌کارلو روانه اوونۍ کابل کې د سرپرست حکومت له یوشمېر لوړپوړو چارواکو سره کتنو کې د دوحې د درېیم ناستې د اجنډا په اړه یو لړ جزییات وړاندې کړي.

د هغې په وینا، د افغانستان په اړه د دوحې درېیمه غونډه کې به پر مالي او بانکي مسایلو، له نشه‌يي توکو سره پر مبارزې، د کوکنارو پر بدیل کښت، د اقلیمي بدلون له امله پر زیانونو او د ملګروملتونو او اسلامي امارت پر غوښتنو او اندېښنو خبرې وشي.

د سیاسي چارو یوشمېر کارپوهان که څه هم د نړۍ په مهمو غونډو کې د سرپرست حکومت ګډون له انزوا څخه د افغانستان د وتلو او د ستونزو حل لپاره مهم بولي؛ خو زیاتوي، د دواړو خواوو لپاره اړینه ده چې د یو بل د غوښتنو پر وړاندې نرمښت ولري.

د سیاسي چارو کارپوه محمود اظطرابي وویل: «که له ناستې وړاندې دواړه لوري خپل ګډ هدفونه په ډاګه کړي چې د دواړو لوریو غوښتنې په پام کې ونیسي، دا ناسته کېدای شي ګټوره وي، که د یوه واحد هدف لپاره ونه‌څارل شي، هېڅ مثبته پایله به ونه‌لري، دریځ نیونه به د دې ناستې د بې‌پایلې کېدو لامل شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د ملګروملتونو د خبرپاڼې یوه برخه کې راغلي چې افغان څېرو د ملګروملتونو د سرمنشي له سیاسي مرستیالې سره کتنه کې غوښتې چې د افغانستان په اړه، هره تګ‌لاره جوړېږي، باید انساني ننګونو او اقتصادي پرمختیا ته چې دغه هېواد ورسره مخ دی، ډېره پاملرنه وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام