د اختر په را نژدې کېدو سره، یوشمېر افغان نجونې یو ځل بیا له سرپرست حکومته غوښتنه کوي چې د دوی پر زدهکړو او کار محدودیتونه لغوه کړي
د هېواد له بېلابیلو ولایتونو څخه ۳۱ نجونې له سلاموطندار سره خبرو کې ټینګار کړی چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو پرانیستل او د ښځو لپاره د کاري فرصتونو رامنځ ته کول د دوی له مهمو غوښتنو څخه دي.
د دوی په وینا، اسلامي هېوادونه د اختر ورځو کې د خپلو خلکو لپاره مثبت اقدامات ترسره کوي او د اسلامي امارت سرپرست حکومت هم کولی شي، پر ښځو محدودیتونه کم کړي او د هغوی ټولنیز ژوند د وضعیت ښهوالي په برخه کې ګام پورته کړي.
دوی په دې باور دي چې دغسې اقدامات کولی شي د اختر خوشحالۍ د افغانانو لپاره څو برابره زیاته کړي.
د کابل اوسېدونکې ۲۳ کلنه شګوفه چې پر زدهکړو د محدودیت له امله نه ده توانېدلې خپلې لوړې زدهکړې بشپړې کړي وايي، د نجونو پر مخ د زدهکړو دروازو له تړل کېدو وروسته، د عید په څېر د مناسبتونو نمانځل د دوی لپاره واقعي خوشحالي نهشي رواستلی.
هغه وايي، هغه مهال به ژوند کې له زړه خوشحاله شي چې روښانه برخلیک او روښانه راتلونکې سره مخ شي. هغې وویل: «که چېرې د ښځو او نجونو پر کار او زدهکړو بندیز لرې شي، واقعآ چې مونږ به خوشحاله اختر ولرو. که څه هم اختر خوشحالي لري، خو که د حکومت له لوري د تعلیم او کار په اړه مثبت خبر واورو، ډېر به خوشحاله شو. یوازې همدا چې نجونې وکولی شي ښوونځیو او پوهنتونونو ته لاړې شي او ورته کاري فرصتونه برابر شي، ډېر ښه کار به وشي.»
همدارنګه د هرات اوسېدونکې ۲۴کلنه اسما هم د کوچي اختر په رانژدې کېدو سره غواړي چې د نجونو پر مخ د زدهکړو دروازې پرانیستل شي او د هغوی په ژوند کې مثبت بدلون راشي.
هغې له سرپرست حکومته وغوښتل چې پر افغان ښځو د لګول شویو محدودیتونو په برخه کې تجدید نظر وکړي. هغې ټینګار وکړ چې اختر ښه فرصت دی، ترڅو سرپرست حکومت د افغان نجونو په اړه مثبتې پرېکړې وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
«د اختر په رانژدې کېدو سره چې افغانستان کې د خوښۍ جشن دی، د هرې افغانې نجلۍ هیله یوازې یوه کلمه ده: زده کړه! هغه کسان چې په ښوونځي کې وو، هغه کسان چې فارغ شوي وو او هغه کسان چې د زرګونو خوبونو سره پوهنتون ته روان وو. زموږ غوښتنه له حکومت څخه یوازې دا ده چې د نجونو پر مخ د زدهکړو دروازې پرانیزي. د اصلاحاتو راوستلو لپاره هیڅکله ناوخته نه دی، نو دا به غوره وي چې د اختر سره د نجونو د زدهکړو په اړه مثبت پریکړه وشي.»
ورته وخت کې د کابل اوسېدونکې ۲۲کلنه سمیه او د مزارشریف اوسېدونکې ۲۱کلنه ارغوان د کوچني اختر په رانژدې کېدو سره له سرپرست حکومته خپلې غوښتنې داسې مطرح کوي.
«زه خپلو ډېرو هیلو ته نه یم رسېدلې او نه شم کولی چې تاسو ته یې ووایم، خو دومره ویلی شم چې تقریبآ زما ټولې هیلې نه دي پوره شوي. ځکه هیلې مې په زدهکړو پورې تړلي دي. اختر د حکومت مسوولانو لپاره ښه فرصت دی، ترڅو د ښځو پر وړاندې محدودیتونه لرې کړي.»
«له حکومته مې تر ټولو مهمه غوښتنه دا ده چې د نجونو لپاره د زدهکړو زمینه برابره کړي، ترڅو شخصي او ټولنیزه پرمختیا کې ونډه واخلي. د ښځو لپاره کاري فرصتونه برابر کړي. که حکومت محدودیتونه لري کړي، دا به د ازادۍ او د ښځو حقونو ته د درناوي په مانا وي. د اختر خوشحالي به په مونږ نوره هم ډېره کړي.»
د ښځو د حقونو فعالان هم د دغو محدودیتونو د له منځه وړلو پر ارزښت ټینګار کوي او هیله لري چې سرپرست حکومت د کوچني اختر ورځو کې پر ښځو د محدودیتونو لرې کولو اعلان وکړي.
د ښځو حقونو فعالانو فروزان داوودزۍ او تهمینې منګل وویل:
«د افغان ټولنې یوه لویه برخه له ښځو جوړه ده. نالوستې ښځې د یوې ټولنې د شاه تګ لامل کیږي. زما د اسلامي حکومت څخه مې تمه دا ده چې دغو محدودیتونو ته جدي پاملرنه وکړي او داچې څنګه کولی شي د نجونو لپاره ښوونځي پرانیزي او نجونو ته د کار او زدهکړو اجازه ورکړي، څو موږ روښانه راتلونکې او یو باثباته هیواد ولرو.»
«هیڅ ټولنه د ښځو له فعاله حضور پرته پرمختګ نه شي کولی. د اختر په را رسیدو سره غوره پریکړه چې حکومت یې کولی شي دا ده، څو د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي او د ښځو د کار پر وړاندې خنډونه لرې کړي. دا اقدام نه یوازې د ښځو لپاره بلکې د ټولې ټولنې لپاره غوره چاره ده.»
د یادونې ده چې د اسلامي امارت سرپرست حکومت له لوري د نجونو پر زدهکړو د محدودیت په دلیل څه باندې ۲.۵ میلیون نجونې له زدهکړو محرومې شوي او هرکال دغه شمېر نور هم ډېریږي.
تر دې وړاندې افغان ښځو، د ښځو د پیوستون نړیوالې ورځې په مناسبت دغه محدودیتونه غیرعادلانه بللي وو او د لغوه کولو غوښتنه یې کړې وه.