د اسراییل پوځ یوه خبرپاڼه کې منلې چې د غزې “بیت حانون” کې نښتو او ډزو کې یې یو سرتېری وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې سرتېرو ته یې تېره ورځ پنجشنبه د غزې شمال ته «بیتحانون» کې مرګژوبله اوښتې ده.
خبرپاڼه کې راغلي چې د دوو نورو سرتېرو روغتيايي وضعیت یې نازک دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د اسرائیلو پوځ په وینا، پېښه هغه مهال شوې کله چې بیت حانون څخه وسله والو د ټانک ضد توغندی ووېشت او د اسراییلي پوځیانو په مرکزونو یې ډزې وکړې.
همدارنګه بیانیه کې د نښتو له صحنې څخه د وسله والو شا تګ ته اشاره شوې ده.