د راپورونو پر اساس، له پنجشنبې سهار راهیسې په غزه کې له ۶۰ ډېر کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپیان دي.
د فلسطین روغتیايي کارکوونکو ویلي چې د اسراییل بریدونو کې د وژل شویو کسانو په ډله کې د غزې په شمال جبالیا کې د یوې کورنۍ ۱۲ غړي هم شامل دي.
همدارنګه د اسراییلي ځواکونو لخوا د فلسطین په خاوره د نن سهار وختي بریدونو په جریان کې هم تلفات اوښتي چې تراوسه یې کره شمېر نه دی مالوم.
د غزې د روغتیا وزارت راپور ورکړی چې د ۲۰۲۵ کال د مارچ په ۱۸مه د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند له ماتېدو راهیسې، یو زر ۹۷۸ کسان وژل شوي او ۵زره او ۲۰۷ نور ټپیان دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
غزه کې ملکیانو ته دغه مرګژوبله داسې مهال اوړي چې تېره ورځ د اسراییل پوځ یوه خبرپاڼه کې وویل، د غزې “بیت حانون” کې نښتو او ډزو کې یې یو سرتېری وژل شوی او یو شمېر نور ټپیان دي.
خبرپاڼه کې راغلي چې د دوو نورو سرتېرو روغتيايي وضعیت یې نازک دی.
د اسرائیلو پوځ په وینا، پېښه هغه مهال شوې کله چې بیت حانون څخه وسله والو د ټانک ضد توغندی ووېشت او د اسراییلي پوځیانو په مرکزونو یې ډزې وکړې.