قطر کې د حکومت د سولې مرکه‌چي پلاوي یو شمېر غړيو نن د ویډیو کنفرانس له لارې د مذاکراتو څرنګوالي په اړه د خبریالانو پوښتنې ځواب کړې. د ياد پلاوي غړي رسول طالب وويل، د مذاکراتو له لومړۍ ورځې بیا تراوسه د طالبانو له لوري اجنډا کې د موقت حکومت مسله او یا هم د ولسمشر غني د استعفا مسله نه‌ده مطرح شوې.

نوموړي وویل، دا چې کوم بل هېواد کې طالب چارواکي د ولسمشر د استعفا خبرې کوي رسمي بڼه نه‌لري.

رسول طالب وویل، که طالبان څه لري نو مذاکراتو کې دې د مېز پرسر له دوی سره مطرح کړي، نه له نورو هېوادونو.

د حکومت د سولې خبرو د پلاوي غړې شریفې زرمتۍ هم وویل، د سولې د مذاکراتو دويم پړاو په پیل کې څو لومړنۍ ناستې وشوې چې حکومتي پلاوي د اوربند موضوع هم طالبانو سره شریکه کړه او طالبانو ورته ویلي چې خپلو مشرانو سره تر مشورو وروسته به ځواب ورکړي.

نوموړې وویل، کله چې د طالب پلاوي مشران له پاکستان څخه دوحې ته ستانه شول، یوازې د ريیسانو ترمنځ یوه غونډه شوې او وروسته بیا طالبانو په بهرنیو سفرونو پیل کړی.

د مرکه‌چي پلاوي دغې غړې زیاته کړه، اوس دوی له داسې یوه حالت سره مخ دي چې نه هم مقابل لوری غونډو ته حاضرېږي او نه هم د حکومت له اجازې پرته کابل ته تللی شي.

دوحه کې د افغان دولت او طالب پلاويو ترمنځ د سولې دویم پړاو خبرې له تېرو ۱۵ ورځو راهیسې په ټپه ولاړې دي.

په ورته وخت کې پخوانی طالب چارواکی سید اکبراغا هم وایي، طالبانو هېڅکله د موقت حکومت مسله نه‌ده مطرح کړې، خو دا هم نه غواړي چې د اوسني حکومت تر سیوري لاندې راشي.

هغه وویل، د موقت حکومت څرګندونې هېواد کې دننه د ځینو کړیو له لوري له دې کبله مطرح کېږي چې فکر کوي اوسني حکومت کې څه له لاسه ورکوي او موقت حکومت کې یې ترلاسه کولی شي.

د نوموړي په وینا، د طالبانو د مرکه‌چي پلاوي غړي شېرمحمد عباس ستانکزي چې مسکو کې یې د ولسمشر د استعفا په اړه څه ویلي، ښایي دا خبره یې د احساساتو له مخې کړې وي.

سره له دې چې ځینې سیاستوال او هېوادوال اوسنیو شرایطو کې د ولسمشر د استعفا او یا هم د موقت حکومت جوړېدل د هېواد په زیان او د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو اجنډا بولي، خو ځینې نور بیا موقت حکومت د سولې تامین لپاره حل‌لاره بولي او ورڅخه ملاتړ کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام