د ملي روغې جوړې د عالي شورا رييس عبدالله د ښونځیو په اړه د پوهنې وزارت پر وروستۍ پرېکړې نیوکه کوي او وايي، دا د هېواد راتلونکي ته په زیان ده. نوموړي وويل، جوماتونو ته د ښوونځي د لومړنيو ټولګيو لېږد بشپړه ناسمه پرېکړه ده.

عبدالله عبدالله چې نن یې په کابل کې د سولې، رسنۍ او مدني ټولنو په نوم یوه غونډه کې وينا کوله وويل، د پوهنې وزارت له پرېکړې د رسنيو له لوري خبر شوی او له اورېدو يې تر اوسه حيران دی.

عبدالله د رسنيو او مدني ټولنې له فعالانو غوښتي چې د ياد خبر له جزيياتو يې خبر کړي.

نوموړی زياتوي، کلکه ژمنه يې ورکړې چې د حکومت په ورځنيو کارونو کې مداخله نه کوي؛ خو ټينګار کوي چې داسې پرېکړه د حکومت ورځنۍ پرېکړه نه بلکې يوه لويه پرېکړه ده.

د ملي مصالحې عالي شورا رييس عبدالله عبدالله د دیني مدرسو او جوماتونو د ځای پر اهميت په ټینګار سره وايي چې په مدرسو کې لازمي اسانتیاوې نشته او دیني عالمان خپلو ماشومانو ته دیني ښوونه کوي؛ خو هغوی ښوونځي ته د تګ لپاره هڅوي.

دوه ورځې وړاندې د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې د دغه وزارت د نوې صرحې له مخې به په ښوونځیو کې د لومړي ټولګي څخه تر درېيم ټولګي پورې زده‌کوونکي جوماتونو کې زده‌کړې کوي.

پوهنې وزارت په خپل جوړښت کې د بدلون موخه، د ښوونې او روزنې په سیسټم کې اسلام مرکزي ځای یا رول ولري، ياد کړی دی.

د پوهنې وزارت دغه پرېکړه له يو شمېر غبرګونونو سره مل وه. د ټولنيزو رسنيو يو شمېر کاروونکيو دغه پرېکړه ټوکه وګڼله او يو شمېرو بيا د يادې پرېکړې د ناسمو پايلو په اړه اندېښنه څرګنده کړه.

پر يادې پرېکړې له غبرګونونو وروسته د پوهنې وزارت خپل خبر ايډېټ کړ او ويې ليکل چې دا طرحه يوازې په هغو سيمو کې د عملي کېدو وړ ده چې هلته ښوونځي نه وي.

جمهوري رياست هم وويل چې له يادې طرحې ناسمه اخيسته شوې ده.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام