د مکروریانونو د مرکز ګرمي سیسټم د استهلاک په اړه د  اندېښنو وروسته اوس د «اولمپ انرژۍ» په نوم یوه روسي شرکت په مجاني ډول د دغه سیسټم سروې پیل کړې ده.

د مکروریانونو د ساتنې ریاست مسوولان وایي چې د مکروریانونو د مرکز ګرمي سیسټم څخه ډېره استفاده شوې او نور دغه سیسټم د استفادې وړ نه دی.

د مکروریانونو د ساتنې او مراقبت ریاست تخنیکي او عملیاتي مرستیال مجاهد انصاري نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې د مکروریانو د اوبو رسونې، مرکز ګرمي او کانالزسیون سیسټم د ډېرې استفادې له امله له کاره لوېدلی او استهلااک شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاوي چې د مکروریانونو اوسېدوونکو لپاره د پاکو اوبو برابرولو او د مرکزګرمۍ سیسټم د بیارغونې لپاره یې له یوه روسي شرکت سره په ګډه سروې پیل کړې ده.

په همدې حال کې د (CEO) شرکت رییس الکسي مازارین چې د مکروریانو د تخنیکي سیسټم سروې لپاره راغلی وایي چې د افغاني انجنیرانو په همکارۍ هڅه کوي چې د مکروریانونو د مرکز ګرمي سیسټم ترمیم کړي.

د مکروریانونو د سانې او مراقبت رییس غلام عمر عبدالله هم وایي چې د دوې تر ټولو مهمې موخې د مرکز ګرمۍ سیسټم فعالول، د کانالزاسیون سیسټم تنظیم او د اوبو رسونې منظم سیسټم فعالول دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هغه زیاتوي چې تېر کال د لوړ مصرف له امله د مرکز ګرمي سیسټم غیرفعال و او اوس هڅه کوي چې دغه سیسټم له بیارغونې ورسته بېرته فعال شي او د دې لپاره چې مصرف  یې کم وي دا سیسټم داسې جوړوېږي چې د تیل، ګاز او سکرو په ګډون ټول د سون توکي پکې وکارول شي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېر ژمي کې د مکروریانونو اوسېدوونکو د مرکزګرمي سیسټم څخه شکایت درلود.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام