داسې حال کې چې د افغانستان لویه برخه نفوس ځوانان جوړوي او ځوانان د هېواد په سیاسي راتلونکې کې هم مهم رول لري، خو د سلاموطندار د ارزونو موندنې ښيي چې د ځوانانو سیاسي مشارکت کم شوی.
په لسو ولایتونو کې له ۱۲ سیاسي شنونکو، ۵ د پوهنتون استادانو او ۲۰ ځوانانو سره چې تر دې وړاندې یې سیاسي فعالیتونه لرلي، د سلاموطندار د خبرو پایلې ښيي چې دې وروستیو کلونو کې د دغو ځوانانو سیاسي مشارکت د پام وړ کم شوی دی.
د دغو سیاسي شنونکو، د پوهنتون استادانو او ځوانانو ویلي چې دامهال د سیاست په حوزه کې فعالیت نهلري.
د ۲۰ ځوانانو له جملې ۱۵ هغو ویلي چې سیاسي مشارکت سره یې لېوالتیا کمه شوې او لامل یې هم په سیاستوالو باور نهکول، د ځوانانو رول له پامه غورځول، د دولت د ملاتړ نهشتون او ځينې سمبولیک سیاسي جریانونه دي.
له کندوز څخه ۲۴کلن امین چې سیاسي علومو کې یې زدهکړې کړي او پخوا یې سیاسي مشارکت کې فعالیتونه هم کړي وايي، اوس وخت کې ځوانانو ته وخت نه ورکول کیږي او د سیاسي پروګرامونو نهشتون په دلیل یې له سیاسي فعالیتونو سره لېوالتیا کمه شوې ده.
هغه وویل: «پخوا مې ډېره مینه ورسره لرله، بېلابېلو پروګرامونو کې مې ګډون هم کړی، سیاسي بحثونه مې تعقیبول، خو اوس غواړم چې سیاست سره هېڅ اړیکه ونه لرم. لامل یې دا دی چې افغانستان کې سیاست یوازې د قدرت لوبه ده. هېڅ څوک د ولس په فکر کې نه دي، هرڅوک چې سیاست کې ښکېل شول مجبوره دی چې روان وضعیت سره ځان عیار کړي یا ورڅخه څنګ ته شي.»
له هرات ولایت څخه ۲۵کلنه ښایسته هم په سیاستوالو ژوره بېباوري او بد اقتصادي وضعیت هغه لاملونه بولي چې هغه یې له سیاسته زړهتورې کړې.
دې ټینګار وکړ چې د شفافیت او مناسبو پلیټ فرمونو په رامنځته کولو سره کېدی شي چې ځوانان په سیاست کې د ګډون لپاره لېوالتیا پیدا کړي.
«پخوا مې سیاست سره ډېره مینه درلوده او سیاسي پروګرامونو کې مې ګډون کاوه، ځکه فکر مې کاوه چې کولی شم مثبت بدلون رامنځ ته کړم او د هېواد راتلونکې کې اغېزناکه رول ولرم. خو اوس د هېواد ناسم اقتصادي او امنیتي وضعیت او پر سیاستوالو د باور نهشتون په دلیل مې سیاسي انګېزه کمه شوې. که د افغانستان سیاسي سیستم روڼ او ځواب ویونکی شي، دا کولی شي د ځوانانو سیاسي مشارکت زیات کړي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ورته وخت کې، ۵ نور ځوانان بیا د شته ننګونو ترڅنګ، سیاست سره لیوالتیا لري او هغه د بدلون راوستلو لپاره یوه وسیله بولي.
له بلخ ولایت څخه ۲۴کلن مختار احمد محمدي په سیاسي علومو کې زدهکړې لري او سیاست مینه هم لري.
دی وايي، سیاسي نظام کې د بدلون لپاره اړتیا ده چې ځوانانو ته فرصتونه رامنځ ته شي.
«هو له سیاست سره ډېره علاقه لرم. ځکه په همدې سیاست سره کولی شو چې پرمختګ وکړو، یو ځای ته ورسېږو او خپل هېواد کې سوله تامین کړو. په همدې سیاست کولی شو چې خپل هېواد له سیاسي، امنیتي، اقتصادي او فرهنګي اړخه غښتلی کړو. ځوانانو ته باید فرصت ورکړل شي چې د سیاسیون ترڅنګ وځلیږي او له خپلې پوهې استفاده وکړي، په دې سره به حکومتولۍ کې هم مسلکي سیستم رامنځ ته شي.»
فروزان (نام مستعار) از هرات نیز مشارکت سیاسی را راهی برای جلوگیری از تصمیمگیری دیگران درباره سرنوشت جامعه میداند و میافزاید:
له هرات ولایت څخه په مستعار نوم فروزان هم وايي، د سیاست له لارې امکان لري چې د ټولنې برخلیک په اړه د نورو پرېکړه نیولو مخه ونیسو.
هغه زیاتوي چې: «که مونږ ټولنه کې د یوه ګټور شخص په توګه ونډه وانهخلو، لامل کیږي چې نور زمونږ په اړه پرېکړه ونیسي او دغه پرېکړه لامل کیږي چې مونږ له ډېرو مواردو بېبرخې شو، د ټولنې مهمه برخه چې اوس له زدهکړو محرومه ده، همدغه سیاستونه دي چې داسې وضعیت رامنځ ته شوی.»
دا داسې مهال دی چې سیاسي کارپوهان هم مني چې سیاست سره د ځوانانو لېوالتیا کمه شوې.
دوی وویل، له ځوانانو د وسیلې په توګه کار اخیستل، د ګوندونو د منفعتطلبه کړنې، د ځوانانو بېتجربهتوب، د ګوندونو ترمنځ فساد، د سیاسي ژمنو نه پوره کېدل، د ځوانانو له سیاسي مشارکت څخه د کورنیو وېره او د ځوانانو د سیاسي پوهې ټيټه سطحه هغه لاملونه بولي چې په دلیل یې ځوانانو له سیاست سره علاقه له لاسه ورکړې.
دوو سیاسي کارپوهانو سید قریبالله سادات او سلیم پیګیر وویل: «ځوانان بېعلاقې شوي نه دي، بلکې سیاست کې له ځوانانو ناسم ګټه اخیستل شوې. هغه منفي تبلیغات چې له اوږدې مودې راهیسې ترسره شوي، ځوانان یې مایوسه او ستړي کړي. ځوانان د وسیلو په توګه کارول شوي. که ځوانانو هڅه کړې چې بدلونونه راولي، نو ناوړه ګټه ورڅخه اخیستل شوې، نو ځکه خو سیاست او سیاسي مسلو سره د ځوانانو لېوالتیا کمه شوې.»
«ځوانان چې باید د افغانستان د سیاست برخه ووسي، تېرو ۲۰ کلونو کې له هغوی د وسیلې په توګه استفاده شوې. که څوکۍ هم ورکول کېدې، یوازې او یوازې ابزاري وې. بنا هرکله چې قانوني نظام ولرو او ټول موارد په کې منظم ووسي، مونږ کولی شو چې یو ځل بیا ځوانان سیاست ته وهڅوو.»
ورته وخت کې دوو نورو سیاسي کارپوهانو عبدالشکور دادرس او نجیب شمال وايي، سیاست انګېزې او پوهې ته اړتیا لري او که په اګاهانه ډول وټاکل شي، مایوسونکې به نهوي.
سیاسي کارپوهانو عبدالشکور دادرس او نجیب شمال په دې اړه وویل: «سیاست داسې نه دی چې یو ځلې ورته مخه کړې. انسان باید د ګډوډیو پر وړاندې ودریږي ان تر دې چې تن کې یې ساه وي، ځکه چې انګېزه حکم کوي. سیاست له انګېزې سره کار لري، سیاست مطالعې ته اړتیا لري او که څوک سیاست په شعوري ډول انتخاب کړي بیا د ټولنې ستونزې د دې پر ځای چې هغه له سیاست څخه زړه توری کړي، نوره هم د هغه سیاسي انګېزه غښتلې کوي او دی به هڅه کوي چې د ټولنې ستونزو حل لپاره هڅې وکړي.»
«سیاسیون چې څنګه افغانانو په ځانګړې توګه ځوانانو سره ژمنې کوي، له بدهمرغه یې عملي کړي نه دي. دا خپله لامل شوي چې ځوانان له سیاست څخه زړهتوري شي. بل لامل چې ځوانان نه غواړي نني سیاست کې ښکېل شي، وېره یې ده او کورنۍ یې اجازه نه ورکوي چې ځوانان یې د تېر په څېر سیاست کې ونډه ولري.»
دې سره، د سیاسي چارو څېړونکی برنا صالحي له سیاسي حوزې څخه د ځوانانو لرې کېدل د اندېښنې وړ بولي او وايي:
«کله چې ځوانان سیاسي فعالیتونو کې ونډه ونهلري، دا ناوړه پایلې لري، یو یې هم دا دی چې مشارکت کې حضور کمیږي، بله پرېکړه نیول محدودیږي. واک د تېرو وختونو په څېر دوام کوي او قدرت باید د پخوا په څېر دوام ونه کړي، بله پایله یې دا ده چې په سیاسي نظام بېباوري ډېریږي او ولسواکه پروسې کمزورې کیږي، فرصتونه ضایع کیږي، داسې څه به ونه لرو چې راتلونکي نسل ته یې ولېږدوو.»
ورته وخت کې د پوهنتون استادان هم وايي، اقتصادي ستونزو او په سیاستوالو بېباورۍ ځوانان له سیاست څخه لرې کړي.
په اړه یې د پوهنتون استاد ذکيالله محمدي وویل:
«که سیاست کې د ځوانانو تاریخ وڅېړو، ګورو چې ځوانان له سیاست سره بېعلاقه شوي، سیاسي دریځونو ته په کتو خوشبینه نه دي، ځینې ځوانان له سیاست سره حساسیت لري، فکر کوي چې سیاست دروغ او تېر اېستل دي، په ټوله کې ویلی شو چې ځوانانو ته فرصت نه دی ورکړل شوی، دوی په سیاست بېباوره دي، اقتصادي ستونزې هم لامل شوي چې ځوانان بېعلاقې شي. اوس زمونږ ځوانان یوازې په دې فکر کې دي چې څنګه کور ته یوه مړۍ ډوډۍ یوسي.»
د پوهنتون بل استاد حسنرضا شایانفر سیاست کې د ځوانانو حضور د سیاسي بلوغ نښه بولي او په دې باور دی چې د روڼتیا نهشتون او د سیاستوالو له لوري ولس څخه د موضوعاتو پټول د بېباورۍ لامل شوي دي.
«اوسنیو او پرمختللو ټولنو کې د سیاسي بلوغ یوه نښه سیاست او سیاسي بحثونو کې د ځواننو حضور دی، هر څومره چې سیاست کې د ځوانانو حضور لپاره زمینه برابره کړو، مونږ به توانېدلي یو چې ځوانان پر خپل نفس باور وکړي، یو لامل چې افغان ځوانان یې له سیاست سره بېعلاقه کړي، سیاسي بحثونو کې د واقعیتونو نه بیانول دي.»
د سیاسي مسایلو کارپوه نوراقا شعیب د هېواد په نظام او سیاسي جوړښت کې د ځوانانو موثره حضور د دولت او ولس ترمنځ د ښو اړیکو ټینګولو لپاره مهم بولي.
هغه ټینګار کوي چې لویو پرېکړهنیونکو کې د ځوانانو فعاله حضور نه یوازې دغې چې پر دولتي بنسټونو عمومي باور پیاوړی کوي، بلکې یوه ځوابویونکي نظام رامنځ ته کېدو ته لاره هواروي.
«له حقوقي اړخه د نظام په چوکاټ کې د ځوانانو سیاسي مشارکت د دولتونو له لومړنیو او اساسي دندو څخه دي. هر دولت ته اړتیا ده چې ځوانان په کار وګماري. نړیوالو حقوقو ته په پام، هغه دولتونه چې ځوانانو ته یې لومړیتوب ورکړی، نمرې ورکول، هغه دولتونه ولسي بڼه لري، نو د دولتونو دنده ده او د دغو تعهداتو په عملي کولو مکلف دي.»
دا داسې مهال دی چې د سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویاند خبیب غفران د دولت مختلفو برخو کې د ځوانانو پراخ حضور ته اشاره کوي او وايي:
«د ځوانانو معینیت هڅه کوي چې د ولایتونو په سطحه پروګرامونه ولري. همدارنګه د ځوانانو لپاره اقتصادي، سیاسي او ټولنیزو برخو کې پروګرامونه جوړ کړي، ترڅو هغوی وکولی شي کار وکړي او یو څه زدهکړي. اوس هم دولت کې تر ۸۰ سلنه ځوانان کار کوي او هغه ځوانان چې اوس کار نهلري، د ځوانانو معینیت داسې پلانونه لري چې هغوی ته کار برابر کړي.»
سره له دې چې د سلاموطندار خبریالې هڅه وکړه چې سیاسي برخه کې د ځوانانو ګډون په تړاو د حکومت ملاتړ په برخه کې د اسلامي امارت د ویاند ذبیحالله مجاهد نظر ترلاسه کړي، خو بریالی نهشو.
د یادونې ده چې سرپرست حکومت تېر یوه کال کې د دوو سیاسي ګوندونو او ۷۵ ټولنیزو بنسټونو پر فعالیت بندیز لګولی؛ کوم اقدام چې په پراخه توګه یې غبرګونونه راپورته کړل.





