د ایران حکومت یو ځل بیا دغه هېواد کې له قانوني اسنادو پرته مېشت افغان کډوالو د اېستلو لپاره ضرب‌الاجل ټاکلی دی.

د ایران د کورنیو چارو وزارت د اتباعو او کډوالو ادارې عمومي مدیر نادر یاراحمدي ایسنا خبري اژانس سره مرکه کې ویلي، د ۱۴۰۴ هجري لمریز کال له پیله به ټول غیرقانوني افغان پناه غوښتونکي له هغه هېواده ووېستل شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه زیاته کړې چې د راتلونکي لمریز کال له پیل سره سم یوازې شپږ ډلې افغانان کولای شي، هغه هېواد کې پاتې شي.

هغه ویلي: «موږ هڅه کوو غیرقانوني او ان هغه قانوني کډوال بیرته ستانه کړو چې غواړي افغانستان ته ستانه شي. ټول بهرني اتباع او کډوال چې د سرشمیرنې کارت لري، باید ایران کې د خپل قانوني شتون لپاره د دې مرکز د پالیسیو او پروګرامونو سره سم همکاري وکړي.»

هغه وویل چې له سرشمېرنې وروسته هغه افغان کډوال چې کولی شي په ایران کې پاتې شي په شپږو ډلو ویشل شوي.

د هغه په وینا، اوله ډله هغه ښځه او میړه دي چې یو یې په ایران کې د اوسېدو کارت ولري او بل یې د سرشمېرنې پاڼه ولري.

دویمه ډله کې هغه ښځه او میړه دي چې یو یې د اوسېدو سند ولري او بل یې سره له ماشومانو د سرشمېرنې پاڼه ولري.

په درېیمه کټګوري کې هغه افغانان شامل دي چې باوري پاسپورټ او ویزه لري.

د کار جواز لرونکي افغان کډوال په څلورمه کټګورۍ کې او د افغانستان د پخواني حکومت چارواکي او‌ نظامیان په پنځمه کټګورۍ کې شامل دي.

شپږمه او وروستۍ ډله افغان کډوال هغه کسان دي چې د سرشمېرنې پاڼه لري او له ایرانه له وتلو او د معتبر پاسپورټ او ویزې له ترلاسه کولو وروسته هغه هېواد کې په قانوني توګه اوسېدلی شي.

یوشمېر هغه افغان کډوال چې له قانوني اسنادو پرته ایران کې ژوند کوي او له دغه هېواده د شړل‌کېدو له ګواښ سره مخ دي، سلام‌وطندار ته وايي، افغانستان کې د دوی لپاره د کار زمینه برابره نه‌ده او په وینا یې، که د کار زمینه ورته برابره شي، په خپله خوښه به بېرته هېواد ته راستانه شي.

ایران کې افغان کډوال مرسلین عمر وویل: «افغانستان وزګارتیا او نورې ستونزې دي او که ټولو ته د کار زمینه برابره شي او کار وي، ټول داوطلب دي چې بېرته ستانه شي، اقتصادي ستونزې لامل کېږي چې نورو هېوادونو ته کډوال شي.

یوې بلې افغان کډوالې فرخندې هاشمي وویل: «دلته هم په سخته ژوند کوو، وزګاره یوو، دوه درې ځایه لاړو خیاطي لپاره، پیسې رانکړې او اولادونه مې ښوونځي ته نه‌ځي، که بهر لاړ شو، پولیس مو نیسي، افغانستان کې هم کار نشته.»

په همدې حال کې د اسلامي امارت د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت یو ځل بیا له ایران او ټولو ګاونډیو هیوادونو وغوښتل چې افغان کډوال په زوره ونه‌باسي.

د دغه وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وویل، هېواد ته د افغانانو د ستنېدو لپاره ټول چمتووالی نیول شوی دی.

هغه وویل: «موږ د ایران په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره په تماس کې یو او موږ د کډوالو ستونزې ورسره شریکې کړې او له هغوی څخه مو غوښتي چې کډوال په زوره ونه باسي؛ دلته، هرڅه چمتو دي. یوه کمېټه جوړه شوې ده، ټولې اسانتیاوې، لکه کار او کور، په پام کې نیول شوي دي او د دوی ټولې اړتیاوې په بشپړه توګه چمتو شوي دي.»

سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

تر دې وړاندې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست د ايران او پاکستان له سفيرانو سره کتنه کې له دغو دواړو هېوادونو غوښتي وو چې د یوه مشخص ميکانيزم پر بنسټ افغانان خپل هېواد ته ستانه کړي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام