نن د غبرګولي اتمه یا د مې ۲۹مه د پښتو ژبې نړیواله ورځ ده. دا ورځ شاوخوا یوه لسیزه وړاندې د پښتو ژبې د لا بډاینې، پرمختګ او د دې ژبې د پرمختګ پر وړاندې د شته خنډونو د له منځه وړلو په موخه د پښتو ژبې د نړېوالې ورځې په نوم ونومول شوه.

پښتو ژبه چې مخینه یې زرګونو کلونو ته رسېږي، اوس د نړۍ د ۵۰ لومړنیو ژبو په نوملړ کې ځای لري او نږدې ۸۰ میلیونه وګړي پرې خبرې کوي. که څه هم مخکې به دا ورځ د حکومت او ځینو نورو علمي او کلتوري ټولنو له لوري په شاندارو مراسمو نمانځل کېده، خو سږ کال د ټولو هېره شوې وه او په اړه یې هېڅ ډول غونډه، سیمینار یا هم خبري غونډه نه وو جوړ شوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د پوهنتون استادان، فرهنګیان او لیکوالان که څه هم په تېرو دوو لسیزو کې د پښتو ژبې لپاره شوی کار نه هېرېدونکی بولي، خو ګیله‌من دي چې د وخت حکومتونو یې لپاره هغومره کار چې لازم و، نه‌دی کړی.

دا چې پښتو ژبه څومره لرغونې مخنیه لري او د تاریخ په اوږدو کې یې څومره لپاره کار شوی، لیکوال او د پوهنتون استاد ماهر احسانزي یې په اړه سلام‌وطندار ته ویلي: «پښتو ژبه چې د اریانا یوه لرغونې ژبه شمېرل کېږي، مخینه او سر یې زموږ د تاریخي لاسوندونو پر بنسټ، ویدي سرودونو ته ور رسېږي. ان د لومړني ګرځندوی چې له چین څخه راغلی و، د هغه په یونلیک کې هم د پښتو ژبې یادونه شوې وه چې د پکښتیانه، پکښت او د پکت له خبرو یې را اخلي. ځینې استادان لا هم د سرخ‌کوتل د کتیبې له لوستلو یا د نورو لاس ته راغلو اثارو له مخې، پښتو ژبه لرغونې ګڼي.»

د نوموړي په وینا، که څه هم د احمدشاه بابا او له هغه په را وروسته وختونو کې پښتو ژبې ته کار وشو، خو په رسمي ډول د امیر شېرعلي خان په وخت کې ځکه دې ژبې ته ډېر کار وشو چې هغه مهال عسکري القاب په پښتو شول او ځینو نورو برخو ته هم اصطلاحات پیدا شول.»

په داسې حال کې چې پښتانه لیکوالان او د پښتو ژبې د ادبیاتو استادان په پښتو ژبه د اثارو له کمیت څخه ناخوښ دي او په دې برخه کې د لوی افغانستان له پخوانیو حکومتونو ګیله‌من دي، خو ځينې بیا خوښ دي چې په تېرو دوو لسیزو کې یې لپاره د پام وړ کار شوی دی.

د پوهنتون استاد او د کوزې پښتون‌خوا شاعر او څېړونکي دوکتور اباسین یوسفزي سلام‌وطندار ته ویلي چې اوسنۍ پښتو ژبه چې څېړونکو او لیکوالانو ته یې بډایه ښکاري، هغومره نه ده او د لا پیاوړتیا لپاره یې تر دې ډېر کار ته اړتیا ده.

اباسین یوسفزی زیاتوي: «زه منم چې په پښتو کې هېڅ کمی نشته، خو شرط دا دی چې د نصاب، د زده‌کړو، د مارکېټ، د عدالت او د رسنیو ژبه وګرځي؛ نو هغه وخت به بیا وده کوي. هغه پښتانه چې په اروپا او امریکا کې دي یا هم له تورو اوبو پورې دي، هغوی ته پهکار ده چې خپله ژبه هېره نه کړي او که څومره زده‌کړې هم وکړي، خو چې په خپله ژبه پوه نهشي، بې‌تعلیمه دی.»

په همدې حال کې د کابل پوهنتون د پښتو ادبیاتو پوهنځي استاد پوهاند اجمل ښکلی بیا پر حکومت غږ کوي چې د پښتو ژبې د ودې لپاره دې په ښوونیز او تحصیلي نصاب کې علمي اثار زیات کړي. هغه د پوهنتون له استادانو، لیکوالانو او نورو پښتنو څخه هم غواړي چې په خپلو څانګو کې دې په پښتو ژبه علمي مقالې او اثار ولیکي.

اجمل ښکلی وايي: «حکومت دې په ښوونیز او تحصیلي نصاب کې پر پښتو ژبه لا ډېر علمي اثار ور زیات کړي. همدارنګه، هغه پښتانه چې په بېلابېلو برخو کې یې زده‌کړې کړي، د خپل مسلک اړوند څېړنیزې مقالې، کتابونه او اثار دې په پښتو ژبه ولیکي. په دولتي کچه هم په‌کار ده چې رسمي چارې په پښتو ژبه شي. د دې ژبې د پیاوړتیا لپاره د طرحې جوړول، د هغې د املا معیاري کول او واحدول د دولتونو مسوولیت دی. موږ ټول باید په دې توګه پښتو ژبه غني کړو.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په ورته وخت کې د افغانستان د علومو اکاډمۍ مسوولان وايي، یوازې په تېرو دوو کلونو کې یې د پښتو ژبې د لا ودې په موخه تر دېرشو ټوکو علمي اثار چاپ او  خپاره کړي او لسګونه څېړونکي د پښتو ژبې، ادب‌پوهنې، ژب‌پوهنې، فلکلور، تیوري او کره‌کتنې برخه کې پر څېړنو بوخت دي.

نیازی زیاتوي: «په دوو مرکزونو کې څېړنې شوي؛ یو د افغانستان د ژبو او ادبیاتو مرکز چې له شلو تر دېرشو پورې کسان په‌کې په ټوله کې د افغانستان د ټولو ژبو لپاره، په ځانګړې توګه د پښتو ژبې د تاریخ او فرهنګ برخه کې څېړنې کوي. بل د افغانستان د علومو اکاډمۍ د پښتو څېړنو په نړیوال مرکز کې شاوخوا شل څېړونکي د پښتو ژبې په اړه څېړنې کوي او ټول هغه مسایل څاري او څېړي چې په نړۍ کې د پښتو ژبې په اړه په‌کې یادونې شوې وي.»

د پښتو ژبې نړیواله ورځ چې تر دې وړاندې به د افغانستان په ګډون، په کوزه پښتونخوا، پاکستان، هند او د نړۍ په یوشمېر نورو هېوادونو کې د بېلابېلو غونډو، سیمینارونو او علمي پروګرامونو په جوړېدو سره نمانځل کېده، خو سږ کال د دغه راپور تر لیکلو پورې په حکومتي او ولسي کچه چا د دې مهمې ورځې یادونه و نه کړه.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام