د چارو ادارې مسوولانو نن د خپل کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، که نړۍ په انصاف قضاوت وکړي، افغانستان باید د نړۍ د پاکو هېوادونو په نوملړ کې شامل کړي.

د چارو ادارې د پالیسي او ارزونې مرستیال سیف‌الدین تایب په وینا، سره له دې چې فساد نه دی صفر شوی، خو هېواد کې لمنه ډېره ورټوله شوې ده.

د هغه په خبره، حکومت یې په دولتي ادارو او ګمرکونو کې د فساد مخه نیولې او په تېر یوه کال کې یې عواید هم لوړ شوي دي.

تایب وايي، افغانستان له ۱۳۹۹ کال څخه مخکې د فساد پروړاندې د مبارزې هېڅ اداره نه لرله او وروسته یې د فساد پر وړاندې د مبارزې اداره جوړه کړه، خو د په وینا یې، حکومت یې ملاتړ نه کاوه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د چارو ادارې مرستیال زیاتوي چې په تېر یوه کال کې شپږو هېوادونو ته د ډیپلوماټانو پر لېږلو توانېدلي دي. سیف‌الدین تایب ترکیه، ایران، پاکستان، ترکمنستان، روسیه او چین هغه هېوادونه یاد کړل چې د اسلامي امارت ډیپلوماټان یې منلي دي.

په همدې حال کې د چارو ادارې د دفتر رییس عبدالولي صدیقي بیا په ادارو کې د خلکو شکایتونو ته د رسېدو په موخه په انلاین بڼه د شکایتونو د ثبتولو سېسټم د جوړولو خبر ورکړ.

د چارو ادارې مسوولان داسې مهال افغانستان د نړۍ پاک هېواد بولي چې د روڼتیا نړیوال سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان په نړۍ کې اووم فاسد هېواد پېژندل شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو برخه دلته وڅارئ

د دغه سازمان د راپور پر بنسټ، افغانستان د بشري حقونو د ملاتړ، له فساد سره مبارزې او مدني ازادۍ په کټګوریو کې د ۱۶ امتیازونو په ترلاسه کولو سره د نړۍ تر ټولو فساد هېواد بلل شوی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام