نن د جون ۱۲ د ماشومانو د کار پر وړاندې د مبارزې نړیوالې ورځې سره برابره ده؛ خو د بېوزلۍ په زیاتېدو سره په افغانستان کې کارګرو ماشومانو شمېر هم ډېر شوی دی.
شاکر چې ۱۴ کاله عمر لري، له کلونو راهیسې په کابل ښار کې لاسپلورونکی دی، هغه وایي، درې وروڼه لري چې د خپلو وروڼو سره یوځای، د خلکو بوټان رنګوي او لاسپلورونکی دی او د خپلې کورنۍ ټول مصارف پر غاړه لري. هغه زیاتوي: «پنځه کاله کېږي چې کار کوم، ماشوم وم چې کار کول مې شروع کړ.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دې ترڅنګ مطیعالله چې ۱۰ کلن ماشوم دی، هغه هم د خلکو بوټان رونګوي او باید په درانه کارونو سره خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کړي. مطیعالله وایي چې هره ورځ د پنځو ټیکلو ډوډۍ پیسې برابروي.
هغه زیاتوي: «۱۰ کلن یم، په ښار کې بوټان رنګوم، هره ورځ ۵۰ تر ۶۰ افغانۍ پیدا کوم او هره ورځ باید ۵ ټیکله وچه ډوډۍ کورته یوسم.»
په همدې حال کې يارمل او حکمت دوه دولس کلن ماشومان دي چې د کابل په واټونو کې بوتلونه ټولوي او د بوتلونو د خرڅلاو پيسې د کور په لګښتونو او کرايه کې ورکوي.
دغه دوه ماشومان وايي چې له کار ستړي شوي او هيله لري چې په هېواد کې ښه شرايط رامنځته شي او د زدهکړې او روزنې له لارې خپلو هیلو ته ورسېږي.
یارمل وایي: «بوتل ټولو، په ورځ کې ۷۰ تر ۸۰ افغانۍ پیدا کوو. وضعیت خراب دی، اوس ټول غریب شوي، زه هم مجبور یم چې د کور کرایې او کورنۍ سره مې د مرستې لپاره کار وکړم. هیله لرم چې کار ونهکړم او درس ووایم او په راتلونکې کې ډاکټر شم.»
دا ماشومان د هغو لسو زرو ماشومانو له ډلې څخه دي چې د کابل په واټونو کې درانه کارونه کوي، خو ویل کېږي چې دا شمېر مخ په زیاتېدو دی او په هېواد کې له وروستیو پرمختګونو وروسته د کارګر ماشومانو شمېر ډېر شوی دی.
مدني فعال اسدالله فرقاني په دې اړه وایي: «کله چې د کابل ښار په واټونو کې ګرځم ډېر ماشومان دي چې مرسته غواړي، د ټولنې دا وضعیت ډېر دردونکی دی، متاسفانه چې د دې ستونزې حل لپاره عملي پروګرام نشته.»
د کار او ټولنيزو چارو وزارت چې د دې ټولنيزې ستونزې د حل لپاره د حکومت یوه پالیسي جوړونکې اداره ده، په دې اړه داسې وایي: «خبرو لپاره څه نه لرو.» د ماشومانو د حقونو لپاره د قانون او کړنلارو په درلودو سره افغان ماشومان اوس هم په ناڅرګند حالت کې دي.