د قطر د بهرنیو چارو وزارت د نجونو ښوونځيو د تړل پاتې‌کېدو په غبرګون کې یوه خبرپاڼه خپره کړې ده. په خبرپاڼه کې دغه هېواد د اسلامي امارت له لوري د نجونو ښوونځیو د پرانستلو نېټې ځنډولو په اړه خپله خواشیني او ناهیلي څرګنده کړې ده.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دغه پرېکړه به افغانستان کې پر بشر حقونو، تحولاتو او اقتصاد منفي اغېزې ولري.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خبرپاڼه کې راغلي: «د قطر حکومت د یوه اسلامي هېواد په توګه چې ښځې په‌کې له ټولو حقونو برخمنې دي، د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غواړي چې د اسلام په رڼا کې د ښځو حقونو په برخه کې پر خپلې پرېکړې بیا کتنه وکړي.»

دغه وزارت ټینګار کړی چې قطر له خپلو افغان او نړیوالو شریکانو سره ژمن دی، څو ډاډ ترلاسه کړي چې ټول افغانانو د زده‌کړو له حق څخه برخمن دي.

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټرېش هم د اسلامي امارت پرېکړې ته غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې د نجونو ښوونځیو د نېټې ځنډولو له امله د اسلامي امارت پرېکړې ته خواشینی دی.

ګوترېش په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د نوي ښوونیز کال پرانسته د ټولو هلکانو او نجونو او د دوی د کورنیو له لوري اټکل شوی وو، خو د نوموړي په وینا، «که څه هم اسلامي امارت  ژمنه کړې وه چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو به پرانیزي، خو دې برخه کې ناکامي افغانستان زیان اړولی دی.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي د اسلامي امارت له چارواکو غوښتنه کړې چې له ځنډ پرته دې د ټولو زده‌کوونکو پرمخ  د ښوونځیو دروازې پرانیزي. د یادونې وړ ده چې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو سره هم‌مهاله له شپږم ټولګي پورته نجونو زده‌کوونکو ښوونځیو ته د تلو اجازه پیدا نه کړه.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د اسلامي امارت د پوهنې وزارت په ټول هېواد کې د ښوونځیو بیاپرانستلو په اړه خبر ورکړی و، خو پرون یې یاده پرېکړه تر نامعلومې نېټې پورې وځنډوله.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام