هندوستان ټایمز ورځپاڼې تایید کړې چې د رویټرز خبري اژانس خبریال او انځور اخیستونکی دانش صدیقي په کندهار کې د جګړې پرمهال وژل شوي دي. د رویټرز خبري اژانس هم د دانش صدیقي د وژنې خبر تایید کړی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
کندهار کې یوه سرچینه سلاموطندار ته وایي، هندی دانش صدیقي د رویټرز اژانس خبریال و او نن سهار د سپین بولدک په ولسوالي کې د وسلهوالو طالبانو په یوه برید کې وژل شوی دی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز هم په کندهار کې د یوې محلي سرچېنې له خولې تایید کړې چې دانش صدیقي د دغه ولایت په سپین بولدک ولسوالي کې د امنیتي پېښو د خبري پوښښ پرمهال وژل شوی دی.
په همدې حال کې انټرنشنل بزنس ټایمز په افغانستان کې د یوې امنیټي سرچینې له قوله راپور ورکړی چې دغه خبریال بېګاه شپه د طالبانو په یوه برید کې ټپي شوی و او نن سهار د دغې ډلې د بیاځلي برید په پایله کې وژل شوی دی.
- کندهار کې د نعمت روان وژل کېدل او د خبریالانو اندېښنې
- په ۲۰۲۰ کې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي کچه ۲۳ سلنه لوړه شوې
- له طالبانو د نی غوښتنه؛ د خبریالانو له وژنو لاس واخلئ!
بلخوا د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې ویلي چې صدیقي په سپین بولدک کې له جګړې څخه د راپور جوړولو پرمهال وژل شوی دی. دغې کمېټې له دولت او طالبانو څخه غوښتي چې د خبریالانو ژوند ته پام وکړي. د یادې کمېټې په خبره، خبریالان هم باید له جګړې څخه د خبري پوښښ پرمهال خپل خوندیتوب ته پام وکړي.