په وروستیو اوونیو کې د کورونا واکسین د غوښتونکو ډېروالي سره سم خلک په روغتیايي مرکزونو کې د واکسین له کمښت څخه سر ټکوي. دوی وايي، سره له دې چې څو پرله‌پسې ورځې د کورونا واکسین کولو لپاره روغتیايي مرکزونو ته ورځي، خو بیا هم نه ورته رسېږي.

ولي چې نن جمهوریت روغتون ته د واکسین لپاره راغلی و وايي، په روغتیايي مرکزونو کې واکسین کم دی او سهار یې دی هم لپاره دغه روغتون راغی، خو مسوولانو ورته ویلي چې هره ورځ د ۱۲۰ ډوزه واکسین کولو حق لري او په خبره یې، نن خلاص شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

 د کورونا واکسین یوه بله غوښتونکې شریفه وايي، له یوې اوونۍ راهیسې د واکسین لپاره جمهوریت روغتون ته راځي، خو په وینا یې، د واکسین کمښت له امله ورته نه رسېږي.



د عامې روغتیا وزارت هم مني چې په هېواد کې د کورونا شته واکسین په خلاصېدو دی او هڅه کوي چې د واکسین پاتې ډوزونه هغو ته کسانو ته ورکړي چې لومړی ډوز یې کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، له افغانستان سره تر اوسه ۹۶۸ زره ډوزه واکسین مرسته شوې چې ۵۳۰ زره یې ملکیانو او ۲۸۰ زره نور یې هم امنیتي ځواکونو ته ورکړی دی.

پدې خبر پورې اړوند:

کلیدواژه‌ها: // // // // //

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام