د پکتيا په مرکز ګردېز کې اوس د افغان سيکانو له ډلې يوازې یوه کورنۍ ژوند کوي. هندوان او سیکان وايي، په ګردېز کې يې ځينې ځمکې نیول شوي او يا یې د کورنيو له زياتېدو سره شته ځمکې ورته بسنه نه کوي. دوی له دولت څخه غواړي چې یاده ستونزه حل کړي.
جګمون سنګ بشردوست چې يوناني درملتون لري، په پکتیا کې د خلکو له چلن څخه خوښ دی او له مسوولانو غواړي چې د کاروبار پراخېدو په برخه کې ورسره مرسته وکړي. هغه وایي، اوس په ګردېز کې یوازې اوسي، خو په خبره یې، نور هندوان او سیکان چې غزني، هند یا نورو ځایونو ته کډوال شوي، غواړي بېرته هېواد ته را وګرځي.
بشردوست په ګردېز کې د دوی د عبادت او نورو مذهبي مراسمو ترسره کولو ويجاړ شوي ځايونه بله ننګونه يادوي او له دولت نه یې د رغولو غوښتنه کوي.
جګمون سنګ بشردوست وايي، له کورنيو جګړو مخکې په ګردېز کې د هندوانو او سیکانو لسګونه کورنۍ اوسېدې، خو اوس يې ډېری کابل، غزني او هندوستان ته کډه شوي چې د بېرته را ګرځېدو په صورت کې ورته د اوسېدو ځایونو اړتیا ده.
د پکتيا د ولايتي شورا غړي محمدالرحمان قادري او مدني فعال شريف منګل وايي، سيکان د نورو افغانانو په څېر د پکتيا اصلي اوسېدونکي دي او دولت مسوول دی چې بېرته خپلو مېنو ته د هغوی د راګرځېدو لپاره اسانتياوې برابرې کړي.
د دوی په وینا، اوس په دغه ولایت کې د سیکانو او هندوانو درمسال او نورې ځمکې نیول شوي دي. دوی زیاتوي، د ډاکټر نجیبالله د واکمنۍ پر مهال په ګردېز کې د هندوانو او سیکانو له پنځوسو تر شپېتو کورنۍ اوسېدې او ځمکې، کورونه او هټۍ لرلې، خو په خبره یې، اوس نه دوی شته او نه یې هم ځمکې.
د پکتيا والي محمدحليم فدايي وايي، افغان سيکان او هندوان د افغانستان د هويت يوه برخه ده چې په وینا یې، ولایتي اداره چمتو ده چې هر ډول ستونزې یې هوارې او مرستې ورسره وکړي.
د پکتیا ولايتي اداره ژمنه کوي، که هندوان او سیکان غواړي چې بېرته پکتیا ته راشي، د مرستې او همکارۍ له مخې به په نويو جوړېدونکو ښارګوټو کې نومرې هم ورکړي.