د ملي امنیت لوی ریاست سرپرست احمدضیا سراج نن ولسي جرګې ته د خپلو راتلونکو پروګرامونو وړاندې کولو پر مهال وویل، طالبان او نورې وسله‌والې ډلې په منظم ډول په خپلو کې همکاري کوي او په وینا یې، د یوې بلې په همکارۍ سره یې د ځان وژونکو بریدګرو د پېر، پلور او ان په پور ورکولو بازار جوړ کړی دی.

سراج وايي، د ملي امنیت د معلوماتو له مخې، د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو ترمنځ داسې هوکړه‌لیک لاسلیک شوی چې په ګډه عملیات کوي.

د ملي امنیت سرپرست دغه راز وویل، اوس ګڼ ترهګریز عملیات په ګډه کېږي او په وینا یې، یوه وسله‌واله ډله برید طرحه کوي، بله ډله د ځان وژونکو بریدګرو او جګړه‌ييزو وسایلو برابرولو او بله هم د برید عملي کولو دنده پر غاړه اخلي. د سراج په خبره، د القاعدې او طالبانو ترمنځ لا هم ژورې اړیکې شته.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د افغان دولت د کابینې دوو نوماند وزیرانو هم خپل راتلونکي پروګرامونه د ولس استازیو ته وړاندې کړل.

د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت نوماند وزیر انوارالحق احدي د خپلو پروګرامونو وړاندې کولو پر مهال وویل، د کیمیاوي سرې، اصلاح شویو تخمونو او د کرنې د یوه مکانیزه سېسټم نه موجودیت هغه سترې ننګونې دي چې وزارت یې ورسره لاس په ګرېوان دی.

همدارنګه، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نوماند وزیر طاهر زهیر بیا د لرغونو اثارو په ساتنه کې د دغه وزارت د ناکامۍ لامل د لازمو مالي امکاناتو نه لرل یاد کړل او په وینا یې، په افغانستان کې پنځه زره تاریخي او لرغوني اثار شته چې له ډلې یې یوازې ۳۰۰ هغه ساتل شوي او ۱۸۰۰ نور یې ثبت شوي دي.

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام