د امریکا نوی حکومت غواړي چې له وسلهوالو طالبانو سره د دغه هېواد د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د حکومت له لوري د سولې شوی هوکړهلیک وارزوي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې امیلي هارون ویلي، د جو بایډن اداره به د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړهلیک ته د دې ډلې ژمنتیا او نه ژمنتیا وارزوي.
د سپینې ماڼۍ ویاندې زیاته کړې، امریکا غواړي چې له ترهګرو ډلو سره د طالب ډلې د اړیکو پرې کولو په اړه ډاډ ترلاسه کړي.
اغلې هارون د امریکا د ملي امنیت له سلاکار جېک سالیون سره د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ټیلیفوني خبرو او پر مهال یې د امریکا او طالب ډلې د سولې هوکړهلیک د ارزولو پخلی هم کړی او ویلي یې دي چې سالیون خپل افغان سیال محب ته ډاډ ورکړی چې هېواد به یې په خپلو سیمهييزو او ډیپلوماټیکو هڅو سره د افغان سولې پروسې ملاتړ وکړي.
بلهخوا د ولسمشر غني د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب پر خپلې ټویټرپاڼې لیکلي: «موږ هوکړه وکړه چې په ولسواک افغانستان کې د یوې داسې تلپاتې اوربند او عادلانه او تلپاتې سولې لپاره هڅې وکړو چې د تېرو دوو لسیزو لاسته راوړنې پهکې وساتل شي او د ټولو حقونه خوندي او سمون ولري.»
د سپینې ماڼۍ ویاندې امیلي هارون د امریکا د ملي امنیت له سلاکار جېک سالیون سره د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د ټیلیفوني خبرو او پر مهال یې د امریکا او طالب ډلې د سولې هوکړهلیک د ارزولو پخلی هم کړی او ویلي یې دي چې سالیون خپل افغان سیال محب ته ډاډ ورکړی چې هېواد به یې په خپلو سیمهييزو او ډیپلوماټیکو هڅو سره د افغان سولې پروسې ملاتړ وکړي.
د هغې په خبره، ښاغلي سالیون له حمدالله محب سره د ټیلیفوني خبرو پر مهال د افغان مېرمنو او نجونو د تېرو شلو کلونو د مهمو لاسته راړونو د ساتلو لپاره د امریکا پر ملاتړ هم خبرې کړې دي.
تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لپاره د دغه هېواد د نوي ولسمشر له لوري معرفي شوي وزیر انټوني بلېنکن هم د روانې جنوري میاشتې په شلمه ویلي و چې له طالب ډلې سره به د دغه هېواد د سولې هوکړهلیک وارزوي.
دا په داسې حال کې ده چې اوس د افغان دولت او طالب ډلې ترمنځ د قطر په دوحه کې د سولې دویم پړاو خپلمنځي خبرې روانې دي، خو د دغو خبرو له پیل سره هممهاله په هېواد کې جګړې زور اخیستی او هدفي وژنې، چاودنې، ډلهييز بریدونه او ترورونه ډېر شوي دي.
په همدې حال کې امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د امریکا نوی ولسمشر جو بایډن ښايي زلمی خلیلزاد پر خپلې اوسنۍ دندې پرېږدي.
زلمی خلیلزاد د ډونالډ ټرمپ د واکمنۍ پر مهال د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي په توګه وټاکل شو او له ۱۸ پړاوونو خبرواترو وروسته وتوانېد چې له طالب ډلې سره د سولې هوکړهلیک لاسلیک کړي.