د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له اسلامي امارت څخه غوښتي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو ښوونځي له کوم ځنډ پرته بېرته پرانیزي.

د دغې وزارت ویاند نیډ پرایس په یوې غونډه کې خبریالانو ته ویلي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو زده‌کوونکو د ښوونځیو تړل پاتې کېدل، په دغه هېواد کې میلیونونه افغانان ناهیلي کړي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نیډ پرایس همداراز زیاته کړې چې د نجونو ښوونځیو نه پرانسته، د اسلامي امارت له لوري د شویو ژمنو سره په ټکر کې ده او د هغه په وینا چې اسلامي امارت باید خپلې ژمنې عملي کړي او د نجونو پرمخ، د ښوونځیو دروازې بېرته پرانیزي.

ټاکل شوې وه چې د اسلامي امارت له ژمنې سره سم، د نوي ښوونیز کال په لومړۍ ورځ د په ټول هېواد کې د نجونو ښوونځي پرانستل شي، خو په هماغه ورځ د پوهنې وزارت اعلان وکړ چې ښوونځي به تر بلې خبرتیا پورې تړلي وي.

په ورته مهال د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، که چېرته د یوه هېواد نیمايي وګړي له زده‌کړو څخه محروم شي، هغه هېواد په سیاسي او اقتصادي برخه کې له پرمختګ شاته پاتې کېږي.

نوموړي زیاته کړې چې امریکا له خپلو همکارانو سره په افغانستان کې د پوهنې او زده‌کړو ملاتړ ته دوام ورکوي او پر اسلامي امارت یې غږ کړی چې د نجونو پرمخ د ښوونځيو پرانیستلو په برخه کې ټول خنډونه لرې کړي او په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

نوموړي ویلي: «که چېرته دغه دا پرېکړه بېرته وانه‌خیستل شي او که په سملاسي توګه ونه منل شي، دا به د پام وړ جدي اغېزې ولري. دا به له اسلامي امارت سره د امریکا او نړیوالې ټولنې په تعامل او اړیکو کې جدي پایلې ولري.»

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

دغه غوښتنې داسې مهال دي چې پرون د اسلامي امارت د پوهنې وزارت ویاند په یوې غونډه کې ویلي و چې د نجونو ښوونځیو د بېرته پرانستلو طرحه کې تر یوه بریده پرمختګ شوی او ډېر ژر به ښوونځي بېرته پرانستل شي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام