وروسته له هغې چې د کابل نړیوال هوايي ډګر دروازه کې د تېرې پنجشنبې ورځې ځانمرګی برید او چاودنو مسوولیت داعش ډلې پرغاړه واخیست، د امریکا ولسمشر جو بایډن پنټاګون ته امر وګړ چې دغه ډله وځپي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په تازهګۍ سره د امریکا مرکزي قومندانۍ خبر ورکړی چې د کابل هوايي ډګر په دروازه کې د ځانمرګي برید جوړونکی او طراح یې په ننګرهار ولایت کې د بېپيلوټه الوتکې په یوه برید کې وژلی دی.
د خبرپاڼې له مخې، دغه هدفي برید تېره ورځ له موخې ټاکلو وروسته، ترسره شوی دی.
یوشمېر افغانان چې د کابل نړیوال هوايي ډګر څخه د باندې له افغانستانه د وتلو په تمه دي وايي، وروسته له هغې چې طالبانو پر کابل ولکه خپله کړه، زرګونه کورنیو د کابل نړیوال هوایي ډګر کلابند کړی او غواړي له افغانستان څخه بهر لاړ شي، خو وایي چې د داعش له لوري پرې ځانمرګی برید وشو.
- د کابل هوايي ډګر چاودنې؛ د دوو خبریالو ورونو وژنه؛ د یوه جسد ورک دی
- طالبان دې د کابل نړیوال هوايي ډګر د تګ راتګ لارې خوندي کړي
- ننګرهار ولايت لپاره د داعش تش په نامه والي ووژل شو
د خلکو په وینا، د دغې پېښې تلفات له هغه څه ډېر دي چې په رسنیو کې یې شمېرې خپرېږي.
د کابل ښار یو اوسېدونکی عبدالرووف وایي: «لکه څنګه چې خبر یاست امنیتي وضعیت په ځانګړې توګه د کابل هوايي ډګر له ګواښ سره مخ دی. وضعیت د خلکو لپاره د اندېښنې وړ دی او د هرې ورځې په تېرېدو، ددې پرځای چې د هوايي ډګر وضعیت ښه شي، ورځ تر بلې ګواښونه ډېریږي. لکه څنګه چې مونږ او تاسو ولیدل تېره ورځ هم زمونږ یو شمېر هیوادوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ.»
د کورنیو او بهرنیو رسنیو د معلوماتو پر بنسټ او هغه معلومات چې یوې سرچېنې په عامې روغتیا وزارت کې خپاره کړي، ښايي چې د کابل نړیوال هوايي ډګر په دروازه کې د ځانمرګي برید او چاودنو له امله ۱۷۰ کسان وژل شوي او ۲۰۰ کسان ټپیان دي.