امریکا او اسراییل وايي چې د ایران پر وړاندې روانه جګړه ښايي د لومړنیو اټکلونو په پرتله اوږده شي او د هرمز تنګي د بیاپرانېستلو عملیات ممکن څو اوونۍ نور هم دوام وکړي.
د اناتولي خبري اژانس د راپور له مخې چې نن دوشنبه یې خپور کړی، اسراییلي رسنیو ویلي چې د واشنګټن هدف یوازې د سمندري لارې پرانیستل نهدي، بلکې امریکا هڅه کوي د انرژۍ نړیوالو بیو باندې د ایران ادعا شوی پراخ نفوذ هم راکم کړي.
راپور زیاتوي چې د اسراییلو د پوځ ویاند اعلان کړی چې پر ایران او د حزبالله پر ضد بریدونه به لا څو اوونۍ نور هم دوام وکړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د امریکا او اسراییلو په بریدونو کې د ایران لوړپوړي چارواکي، علی خامنهيي او علي لاریجاني وژل شوي او تر زرو ډېرو نورو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
بلخوا ایران د بېپیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونو ته دوام ورکړی چې هدف یې اسراییل او هغه سیمهییز هېوادونه دي چې د امریکايي ځواکونو کوربهتوب کوي.
دا وضعیت د سیمې د امنیتي کړکېچ د لا زیاتېدو اندېښنې راپارولې دي.