د هرات امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د سېلابونو راوتلو له امله دوه ښځې مړې شوې دي.
د امنیتي مسوولانو په وینا، سېلابونه پرون د یاد ولایت د ادرسکن ولسوالي په «شیمه، سیزارک او تیل سفید» کلیو کې راوتلي چې پرمهال یې دوه ښځې مړې شوې او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولې دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هرات د امنیې قومنداني ویاند محمودشاه رسولي سلاموطندار ته ویلي چې سېلابونو کې د دوو ښځو له مړینې سربېره، ۱۳۲ څاروي لهمنځه تللي او ۱۶ هستوګنیز کورونه او کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړې دي.
د رسولي په وینا، د یاد ولایت مرستندویه ډلې سېلاب ځپلیو سیمو ته د مرستو رسولو په موخه تللي او زیانمنیو شویو کورنیو سره یې د مرستې لړۍ پیل کړې ده.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال ده چې له هرات سربېره د هېواد په یوشمېر نورو ولایتونو کې هم د وروستیو ورځو پرمهال د شویو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې له مرګژوبلې سربېره یې خلکو ته درانه مالي زیانونه هم اړولې دي.