په روزګان ولایت کې د یوه کس په شخصي لګښت د اتو لوبډلو ترمنځ د هارډبال شل اووره سیالۍ پیل شوې چې ۱۵ ورځې به دوام وکړي.
په روزګان کې د کرېکټ بورډ ولایتي مسوول خیرالله افغان سلاموطندار ته ویلي چې یادې لوبې د یوه ځوان په شخصي لګښت پیل شوي او موخه یې په دغه ولایت کې د راتلونکو لوبو لپاره د غوره لوبغاړو پېژندل دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال هغه لوبغاړي چې په یادو سیالیو کې یې ګډون کړی، وایي چې د کرېکټ په برخه کې ډېرې ستونزې لري او اړوند چارواکي باید ورته جدي پام وکړي.
دوی زیاتوي چې روزګان کې د کرېکټ لوبغاړي له پام څخه غورځول شوي او تراوسه یې چا د یادو ستونزو د هواري هڅې نه دي کړي.
- همت لوبډلې د لوګر د کرېکټ انټرکلب سیالیو اتلولي وګټله
- پکتيا کې د کرېکټ لوبغاړي د سرپټې اکاډمي غوښتنه کوي
- پکتیا کې د ۱۲ کرېکټ لوبډلو ترمنځ د سیالیو پای؛ «سادات» لوبډله بریالۍ شوه
روزګان کې د کرېکټ لوبې یو لوبغاړی عبدالرازق توفان له مسوولانو غواړي چې په دغه ولایت کې د کرېکټ لوبې لپاره یو معیاري لوبغالی جوړ کړي او همداراز د روزونکي د ټاکلو ترڅنګ یې، له ملي سوداګرو هم غوښتنه وکړه چې دې برخه کې پانګونه وکړي.
بلخوا روزګان کې د کرېکټ بورډ ولایتي چارواکي بیا د دغو ستونزو پړه پر ملي سوداګرو وراچوي او زیاتوي، د دغه ولایت د کرېکټ په برخه کې یې د شته ستونزو د هواري لپاره مرسته نه ده کړې.
دا په داسې مهال ده چې په دې وروستیو کې د دغه ولایت ځوانانو بېلابېلو ورزشي لوبو ته مخه کړې چې تر ډېره بریده یې پهکې ځانونه بوخت ساتلي دي.