د اسلامي امارت مسوولان وايي چې د کابل په ګډون د هېواد د پنځو هوايي ډګرونو د امنیت او تخنیکي چارو په تړاو له ترکیې او قطر هېوادونو سره یوې هوکړې ته نږدې شوي دي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلن ادارې رسنیو ته ویلي چې ترکیې او قطر ته د هوايي ډګرونو د امنیت او تخنیکي چارو د ورسپارلو لپاره تېره اوونۍ د اسلامي امارت او د یادو هېوادونو د پلاویو ترمنځ په کابل کې ناسته شوې او په دې اړه یې بحث او خبرې کړي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
ټاکل شوې چې د کابل، کندهار، هرات، مزار او خوست ډګرونو د امنیتي او تخنیکي چارو په اړه بله ناسته راتلونکې چهارشنبې په دوحه کې ترسره شي.
په ورته مهال د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د دوی استازیو په کابل کې د ترکیې او اسلامي امارت چارواکو سره خبري کړي او هوکړه شوې چې د خبرو بل پړاو به په قطر کې ترسره کېږي.
بلخوا رویټرز خبري اژانس پرون د ځينو ډيپلوماټيکو سرچینو له قوله ویلي چې ترکیه او قطر د کابل هوايي ډګر د امنیت او تخنیکي چارو د مدیریت په اړه هوکړې ته رسېدلي، خو د مالي مسایلو په اړه هوکړه نه ده شوې او خبرې روانې دي.
یادو سرچینو رویټرز دا هم ویلي چې اسلامي امارت دې هوکړې ته رسېدلی چې د هوايي ډګر بهره به امنیتي چارې دوی سمبالوي او هغه هېواد چې د هوايي ډګر دننه چارې مدیریت کوي، هغه به د هوايي ډګر دننه امنیت هم ساتي.
د مخکیني حکومت له پرځېدو سره هممهاله کله چې امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه وتل، د کابل هوايي ډګر زیاتې برخې یې ویجاړې کړې چې وروسته بیا د یوشمېر بهرنیو او افغان انجینرانو په مرسته د دغه هوايي ډګر زیاته برخه بېرته فعاله شوه، خو لا هم په بشپړه توګه نه دی فعال شوی.