په دایکندي کې محلي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د شهرستان ولسوالي د «چبلک» کوتل کې یو پلانکوچ ډوله موټر چپه شوی چې له امله یې پنځه کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
د دایکندي د ټرافیکو مدیر اسحاقعلي رشیدي سلاموطندار ته ویلي چې نن سهار د یاد ولایت شهرستان ولسوالي کې یو پلانکوچ ډوله موټر چې ۱۶ کسان پهکې سپاره وو او د کابل پر لور روان و، له سړک اوښتی او چپه شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، په دې پېښه کې د څلور ښځو په ګډون پنځه کسان مړه شوي او د درېوو ماشومانو او درېوو ښځو په ګډون ۱۱ کسان پهکې ټپیان دي.
د دایکندي د ټرافیکو مدیر همداراز زیاته کړې چې د پېښې ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي او د دوو ټپیان روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې پرون هم د دغه ولایت د اشترلی ولسوالي په «عبدي» کلي کې د یوې مازدا موټر د چپهکېدو په پېښه کې یو کسان مړ شوی و او درې نور ټپیان و.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د دایکندي د ټرافیکو مدیریت مسوولان په دغه ولایت کې د ټرافیکو پېښې لامل د سړکون خرابوالی او د موټر چلوونکی بېاحتیاطي په ګوته کوي.