د لوګر د پلعلم ښاروال مولوي اسحاق سعید سلاموطندار ته وویل، اسلامي امارت د دغه ولایت په مرکز پلعلم او یوشمېر ولسوالیو کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي هڅې پیل کړې دي.
هغه وویل، د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي په موخه یو کمېسیون ټاکل شوی او ډېر ژر به غصب شوې ځمکې بېرته راوګرځوي او غاصبان به هم د قانون منګولو ته وسپاري.
د پلعلم ښاروال زیاتوي، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې په لوګر کې د دولتي ځمکو د غصب لړۍ صفر ته راښکته شوې او که څوک غصب وکړي، سخته سزا به ورکړي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د لوګر اوسېدونکي هم د اسلامي امارت له لوري د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي هرکلی کوي او وايي، د تېر حکومت پر مهال په مرکز پلعلم ښار او یوشمېر ولسوالیو کې زرګونه جریبه دولتي ځمکې غصب او کورونه پرې جوړ شوي دي.
دوی وايي، ډېر غصب د پخواني دولت کارکوونکو او د ملي او ولایتي شوراګانو د وکیلانو له لوري شوی دی.
د لوګر اوسېدونکی رحیمالله وايي، د لوګر د چارواکو له لوري شوې پرېکړه پر ځای ده او په وینا یې، په دغه ولایت کې ډېرې دولتي او ان شخصي ځمکې د غاصبانو لاس کې دي.
د لوګر یو بل اوسېدونکی محمداجان بیا له خلکو غواړي چې د ځمکو د غصب او د غاصبانو د نیولو برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي، څو له یوې خوا د دولت او خلکو ځمکې راوګروي او بلهخوا غاصبانو ته سزا ورکړي.
که څه هم د پلعلم ښاروالي او د لوګر د ځمکو اداره تازه شمېرې نه لري چې په دغه ولایت کې څومره دولتي ځمکې غصب شوي، خو د پخواني حکومت د شمېرو له مخې، د پلعلم ښار ترڅنګ، په برهکي برک، محمداغې او خوښۍ ولسوالیو کې څه باندې ۱۰۰ زره جریبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.