د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د رویټرز خبري اژانس هغه راپور رد کړ چې ویلي و، ملګري ملتونه د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته د دوی د تاسیساتو او کارکوونکو د امنیت ساتلو لپاره د ۶میلیونه ډالرو د ورکړې وړاندیز کړی دی.

د کورنیو چارو وزارت پر خپلې رسمي ټویټر‌پاڼې لیکلي چې دغه وزارت ته د ملګرو ملتونو له‌خوا تراوسه په دې اړه په رسمي توګه کوم وړاندیز نه دی شوی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رويټرز خبري اژانس پرون په یوه خپور کړي رپوټ کې ویلي وو چې ملګري ملتونه د خپلو شاوخوا ۳،۵۰۰ پرسونل او لس ساحوي دفترونو د امنیت ساتنې لپاره د افغانستان کورنیو چارو وزارت ته شپږ میلیونه ډالر ورکوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

رویټرز خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې او تر لاسه شوي پټ سند په بنسټ لیکلي و چې دغه اندازه پیسې به راتلوونکی کال د ملګرو ملتونو د ا ړوند بنسټونو له لوري د اسلامي امارت هغو ځواکونو ته په مستقیمه توکه ورکوي چې د دوی ساتنه کوي او د اسلامي امارت لوړپوړي چارواکي به په‌کې نه وي ښکېل.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام