عبدالرووف چې له څو میاشتو راهیسې د انسان تښتوونکو په منګولو کې دی او د را خوشې کولو په بدل کې یې له کورنۍ درې میلیونه ډالره غواړي، په یوه تازه غږیز پیغام کې پر ناروغۍ د اخته کېدو په اړه غږېدلی دی.

د عبدالرووف پلار محمدنبڅي ترکمن وايي، غوښتل یې چې د خپل زوی د را خوشې کولو لپاره د مرستو را ټولولو په موخه یو بانکي حساب پرانېزي، خو په وینا یې، حکومت یې مخه نیولې ده.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وايي، انسان تښتوونکو لومړی د عبدالرووف خوشې کولو لپاره ترې درې میلیونه ډالره غوښتل، خو اوس وايي چې د یو میلیون او ۲۰۰ زره ډالرو په بدل کې به یې هم خوشې کړي. محمدنبي ترکمن زیاتوي، زوی یې په یوه تازه غږیز پیغام کې له ناروغۍ او درد څخه کړېده او غوښتل یې چې د انسان تښتوونکو له منګولو یې وژغوري.



د بلخ والي محمد فرهاد عظیمي که څه هم د عبدالرووف د کورنۍ له لوري د بانکي حساب پرانېستلو د مخنیوي په اړه څه نه وايي، خو زیاتوي چې د هغه دوسیه یې د حکومت مرکزي ادارې ته سپارلې ده.

نوموړی وايي، د حکومت د مرکزي ادارې چارواکو په خپلو مرکو کې ویلي چې داعش ډله د عبدالرووف په تښتولو کې لاس لري، خو په خبره یې، د هغه پلار پرې دې خبره باور نه کوي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

موږ وغوښتل چې په دې اړه د کورنیو چارو وزارت، د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز او د ولسمشرۍ ماڼۍ نظر هم واخلو، خو له پرله‌پسې هڅو سره سره بریالي نه شوو.

که څه هم د عبدالرووف پر تښتول کېدو یوولس میاشتې تېرېږي، خو لا یې هم کوم درک نه دی لګېدلی. د بلخ والي بیا وايي چې د هغه د موندلو او را خوشې کولو لپاره هڅې روانې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام