هېواد کې ځانمرګي او چاودنې؛ یوه میاشت کې ۹۰ کسان وژل شوي او ۲۲۱ ټپیان دي

کابل کې پر کاج ښوونیز مرکز له خونړي برید وروسته نن یو ځل بیا د پلازمېنې اوسېدونکي د یوې چاودنې شاهدان وو.

د کابل د امنیې قومنداني ویاند خالد ځدراڼ وايي چې پېښه د  دویمي امنیتي حوزې اړوند سیمه کې د ځای پر ځای شوي ماین له امله رامنځته شوې، خو په وینا یې چې تلفات نه‌لري.

غزني کې د یوې کورنۍ د پنځو غړیو د وژلو په تور ۱۱ کسان نیول شوي

د غزني د والي ویاند حافظ‌ عمر غزنوي وايي چې امنیتي ځواکونو په دغه ولایت کې په مرموز ډول د یوې کورنۍ د پنځو غړیو د وژلو په تور ۱۱ کسان نیولي دي.
د نوموړي په وینا، یاد کسان یې په «زنه‌خان» ولسوالي کې څاه ته د یوې کورنۍ د پنځو غړیو د ورغورځولو په تور نیولي دي.

خوست کې د سېلابونو راوتلو له امله د یوې کورنۍ څلور غړي مړه شوي

په خوست کې یوې سرچینې ویلي، بېګاه شپه د شویو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې د یوې کورنۍ د دوو ماشومانو په ګډون څلور کسان مړه شوي دي. بل‌خوا د یادو کسانو د کورنۍ یوه غړي سلام‌وطندار ته ویلي چې بېګاه شپه یې د کورنۍ څلور غړي سېلاب وړي او مړه شوي دي.

ناپېژنده وسله‌والو سمنګان کې پنځه کسان وژلي

سمنګان کې ځايي سرچینې سلام‌وطندار ته وايي، پرون ماښام د دغه ولایت د دره‌صوف پایان ولسوالي «کوتل رېګ» سیمه کې ۵ ملکيان چې کاریګر وو، د ناپېژنده وسله‌والو له‌خوا وژل شوي دي. سرچینې وویل، د پېښې لامل تراوسه نه دی معلووم، خو وژل شوي کسان له هزاره قوم څخه دي. که څه هم تراوسه معلومه نه‌ده چې دغه کسان د چا له‌خوا وژل شوي، خو د وحدت ګوند مشر محمد محقق داعش ډلې ته اشاره کړې.

امریکا له افغانستان سره ۱۴۴ میلیونه ډالر مرسته وکړه

امریکا له افغانستان سره خپلې نوې بشري مرستې اعلان کړې. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په افغانستان کې له ناورین ځپلو سره د مرستې لپاره یې ۱۴۴ میلیونه ډالره نوې بشري مرستې ځانګړې کړي دي. د دغه وزارت په خبره، له نویو اعلان شویو مرستو سره په افغانستان او سیمه کې له افغان کډوالو سره په روان کال کې د امریکا د بشري مرستو کچه ۴۷۴ میلیونه ډالرو ته رسېږي.

خوست کې داعش پورې اړوند ۱۴کسان نیول شوي

په خوست کې د اسلامي امارت مسوولان وایي چې په وروستیو څو ورځو کې یې د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش پورې اړوند ۱۴ کسان د یاد ولایت له بېلابېلو سیمو څخه نیولې دي. د خوست د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رییس شبیر‌احمد عثماني سلام‌وطندار ته وايي چې نیول شویو کسانو غوښتل په دغه ولایت کې «ورانوونکي او ترهګریز» بریدونه ترسره کړي چې په دې ولایت کې د اسلامي امارت ځواکونو له لوري نیول شوي دي.