غور کې د دوو غلو په ګډون څلور کسان وژل شوي

په غور کې د اسلامي امارت مسوولان وایي چې دغه پېښه بېګاه شپه د یاد ولایت په مرکز فیروزکوه ښار کې رامنځ ته شوې ده. غور کې د اسلامي امارت د ملي امنیت مرستیال محمدصادق رصاص وایي، انسان تښتوونکو چې کله هزاره قوم پورې اړوند دوه کسان ووژل، پر طالبانو یې هم ډزې وکړې چې د نښتې په پایله کې دوه انسان تښتونکي ووژل شول او یو‌شمېر یې وتښتېدل.

ملګري ملتونه طالبانو ته: هغه کسان چې له افغانستانه وتل غواړي مخه یې مه نیسئ

د ملګروملتونو امنیت شورا پرون د یوه پرېکړه‌لیک په تصویبولو سره چې له روسیې او چین پرته پاتې نورو ۱۳هېوادونو ورته مثبته‌ رایه ورکړې، له طالبانو غوښتنه کړې چې افغانستان کې د مېرمنو، لږکیو او د ماشومانو حقونو ته درناوی وکړي.

د کابل-جلال اباد پر لویه لار ټرافیکي پېښو کې ۲۰ کسان مړه شوي

د لغمان ولایت محلي چارواکي وايي، بېګاه شپه او نن سهار د دغه ولایت په اړوند سیمو کې د کابل-جلال اباد پر لویه لار  د دوو جلا ټرافیکي پېښو پر مهال ۲۰ ملکي وګړي مړه او ۱۸ ټپیان شوي دي. د لغمان ولایت چارواکي زیاتوي چې په مړو شویو او ټپیانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

په یوه شپه او ورځ کې د کورونا له امله ۱۱کسان مړه شوي دي

د عامې روغتیا وزارت د خبر له مخې په تېره یوه شپه او ورځ کې پر کورونا ویرووس د شکمنو کسانو ۱زرو او ۸۰۹ پېښې یې کتلي دي چې ۳۰۳ هغه یې مثبتې ختلي او په موده کې بیا له دې ناروغۍ څخه ۱۱ کسان مړه شوي دي.
 پر کورونا ویرووس د اخته کسانو تازه شمېرې په ۲۲ ولایتونو کې ثبت شوي چې ورسره په یوه شپه او ورځ کې له دې وبا څخه ۱۰۸ناروغان بېرته رغېدلي دي.