افغانستان نن نړیوال جام کې د انګلستان پر وړاندې لوبه کوي

د اسټرالیا په کوربه‌توب د روان ۲۰۲۲ کال شل اووره نړیوال جام سیالیو په لړ کې نن د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله د انګلستان پر وړاندې خپله لومړۍ سیالي کوي.

ټاکل شوې چې دغه سیالي د افغانستان پر وخت نن له غرمې وروسته ۳.۳۰ بجې پیل شي.

کرېکټ بورډ د نړیوال جام لپاره لوبډله اعلان کړه

د افغانستان کرېکټ بورډ د شل‌اوریز نړیوال جام لپاره افغان لوبډله اعلان کړه.
دغې ادارې پر خپلې فېسبوک‌پاڼې لیکلي چې د کرېکټ‌ بورډ د غوراوي کمېټې د یاد جام لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله غوره کړې او ورسره یې څلورو نورو احتیاطي لوبغاړو ته هم په‌کې ځای ورکړی دی.