
د اسیا کرېکټ جام؛ افغانستان نن له سریلانکا سره لوبه کوي
د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن د اسیا جام په لومړۍ سیالي کې د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې لوبېږي. ټاکل شوې دغه سیالي نن ماښام د افغانستان پر وخت ۶:۳۰ بجې پیل شي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله نن د اسیا جام په لومړۍ سیالي کې د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې لوبېږي. ټاکل شوې دغه سیالي نن ماښام د افغانستان پر وخت ۶:۳۰ بجې پیل شي.

د اسیا کرېکټ جام ته د لارموندنې سیالیو په لړ کې بېګاه شپه دوه لوبې وشوې چې کویټ سنګاپور او هانګ کانګ عربي متحده اماراتو ته ماتې ورکړې، خو هانګ کانګ لوبډلې په خپلې بریا سره د اسیا جام ته لار پیدا کړه.

د اسیا کرېکټ جام ته د لارموندنې سیالیو په لړ کې نن هانګ کانګ لوبډله له عربي متحده اماراتو او کویټ له سینګاپور لوبډلې سره لوبېږي.

د کرېکټ نړیوالې شورا یا «ایسيسي» له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۷ کلونو پورې د کرېکټ ملي لوبډلو د راتلونکو لوبیزو سفرونو پروګرام «اېفټيپي» اعلان کړ چې له مخې یې، د نورو لوبډلو ترڅنګ د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د راتلونکو سیالیو مهالوېش هم په ډاګه شوی دی.

د افغانستان کرېکټ بورډ د راتلونکي اسیا کرېکټ جام سیالیو لپاره نن د ملي لوبډلې د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ. د کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، په اعلان شوې ۱۷ کسیزه لوبډله ۷ توپوهونکي، ۶ الرونډران او ۵ یې توپ اچوونکي دي.

د ویسټ انډیز او نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ د درې شل اووره سیالیو په دویمه سیالي کې نیوزیلنډ لوبډله بریالۍ شوه چې ویسټ انډیز ته د ۹۰ منډو په توپیر ماته ورکړي.

ټاکل شوې چې د افغانستان او ایرلنډ کرېټ ملي لوبډلې نن د پنځو شل اووره سیالیو په درېیمه لوبه کې د یو بل پروړاندې لوبه وکړي.
ټاکل شوې دغه سیالي نن ماښام د افغانستان پر وخت ۷ بجې پیل شي. افغانستان له دې وړاندې په دوو شل اووره سیالیو کې د ایرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې پروړاندې ماته خوړلې ده.

د افغانستان کرېکټ بورډ ادارې نن پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي چې له ایرلنډ سره په کېدونکو شل اووره سیالیو کې د اعلان شوې لوبډلې په عمومي نوملړ کې یې دوه افغان لوبغاړي عثمان غني او مجیب ځدراڼ هم وراضافه کړي دي.

په کابل کې د شپږیزې کرېکټ لیګ په لومړۍ نیمه پایلوبه کې بُست ساتونکي لوبډله بریالۍ شوه چې سپینغر پړانګانو ته ماته ورکړي او په مستقیمه توګه پایلوبې ته لار پیدا کړي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ غوراوې کمېټې ایرلینډ لوبډلې سره د راتلونکو پنځو شل اووره سیالیو لپاره نن د شل کسیزې لوبډلې نوملړ اعلان کړ.

کابل کې د شپږیزې کرېکټ لیګ روانو سیالیو په لړ کې نن بُست ساتونکي لوبډله بریالۍ شوه چې کابل بازانو ته د څلور وېکټو په شتون کې ماته ورکړي.

د شپږیزې کرېکټ لیګ په ۱۹ لوبه کې چې نن له غرمې وړاندې د امو نهنګان او میسعینک لوبډلو ترمنځ وشوه، امو نهنګان بریالي شو چې میسعینک ته په پنځو وېکټو ته ماته ورکړي.

د هند کرېکټ ملي لوبډله بریالۍ شوه چې په دویمه یو ورځنۍ سیالي کې کوربه ویسټ انډیز ته په دوو وېکټو ماته ورکړي.

د افغانستان د شپږیزې کرېکټ لیګ په ۱۳ لوبه کې چې نن له غرمې وړاندې د کابل نړیوال کرېکټ لوبغالي کې ترسره شوه بُست ساتونکي لوبډله بریالۍ شوه چې د سپینغر پړانګانو ته په ۱۰ منډو ماته ورکړي.

د شپږیزې کرېکټ لیګ سیالیو په لړ کې نن بُست ساتونکي بریالي شو چې د هندوکُش ستوري د ۵۲ منډو په توپیر له ماتې سره مخ کړي

د افغانستان کرېکټ بورډ ویلي چې جاناټان ټروټ یې د کرېکټ ملي لوبډلې د نوي روزونکي په توګه ټاکلی دی.