
جوزجان کې ګازو د بانک دوه ساتونکي مړه کړي
د جوزجان امنیتي مسوولان د ګازو له کبله په دغه ولایت کې د یوه خصوصي بانک د دوو ساتونکو د مړینې خبر ورکوي.

د جوزجان امنیتي مسوولان د ګازو له کبله په دغه ولایت کې د یوه خصوصي بانک د دوو ساتونکو د مړینې خبر ورکوي.

کابل کې یوشمېر ځوانانو په رضاکارانه توګه اړمنو کسانو سره د مرستې په موخه د سکرو وېش پروګرام پیل کړی. تراوسه په دغه پروګرام څه باندې ۲۵۰ اړمنو کورنیو باندې سکاره وېشل شوي دي. دغه پروګرام پنجشنبه د مرغومې ۱۵مه د اسلامي امارت د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر او د کابینې د یوشمېر غړیو په شتون کې پیل شو.

د زابل د لرو پرتو سیمو اوسېدونکي شکایت کوي چې د ژمي په رارسېدو سره د بېلابېلو ننګونو ترڅنګ هېڅ ډول روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نهلري.

د هلمند اوسېدونکي وايي، سره له دې چې افغانستان سره پراخې نړیوالې مرستې کېږي، خو دوی لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د هلمندیانو په وینا، دغه ولایت کې پر اړمنو کورنیو مرستې په سمه توګه نه وېشل کېږي او د وېش پر مهال ترې محرومې وي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت نن کابل کې د کورنیو بېځایه شویو د وضعیت اروزنې په موخه (د مرکزي ولایتونو ترمنځ د ستراتیژیکې همغږۍ) تر عنوان لاندې غونډه وکړه. د دې ترڅنګ، مزار شریف کې یوشمېر بېځایه شوې کورنۍ سلاموطندار ته وايي، د ژمي په رانږدې کېدو سره له سختو ستونزو سره مخ دي.

د غور یوشمېر معلولانو نن سهار د دغه ولایت په مرکز فېروزکوه ښار کې د دوی د حقونو نه ورکړې له کبله د اعتراض په توګه را ټول شول او له حکومت نه یې وغوښتل چې پام ورواړوي. امیرداد چې څلورکسیزه کورنۍ ور پر غاړه ده، له حکومت څخه غواړي چې د ده په ګډون، د ټولو معلولانو حقونه ورکړي.

د لوګر مرکز پلعلم او خوښۍ ولسوالي کې د طبیعي پېښو له امله سلګونه بېځایه شوې کورنۍ چې اوس کمپونو کې تر خیمو لاندې ژوند کوي، وايي، د ژمي په رانږدېکېدو سره یې ستونزې دوه برابر شوي دي.

یوشمېر کابل ښاریان د ژمي را رسېدو ته اندېښمن دي او وايي، سږ کال د خپلو کورنیو لپاره سونتوکي نهشي برابرولی او اړ دي چې په یخنۍ کې شپې او ورځې تېرې کړي.
فرزانه چې د اوو بچیانو مور ده، د هغوی لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره د کابل ښار په کوڅو کې د اوبو کوزې پلوري.

د ژمي په رانږدې کېدو سره افغانستان کې د بشري ناروین د ژورتیا په اړه د اندېښنو په لړ کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) ویلي، راروان ژمي کې به له ۱۱۱زره اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته وکړي. دا په داسې مهال دی چې پرون د سره صلیب نړیوال کمېټې ویلي، افغانستان کې ۲۰ میلیونه کسان د خوړو له جدي کمښت سره مخ دي.

ملګرو ملتونو پرون جمعه د لړم ۲۰مه ویلي چې افغانستان، منځني ختیځ او اوکراین کې میلیونونه کسان چې د جګړې او زورزیاتي له امله له خپلو مېنو بېځایه شوي، ښايي له سخت ژمي سره مخامخ شي. دغه سازمان ویلي، راروان ژمي کې به ګڼشمېر کورنۍ اړ شي چې د خوړو او د کورونو د ګرمولو څخه یو انتخاب کړي.

کابل ته له سوېلي ولایتونو بېځایه شوې سلګونه کورنۍ د ژمي په رارسېدو سره له حکومت او مرستندویه بنسټونو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وايي چې د ژمي په رارسېدو سره په افغانستان کې بشري وضعیت خورا خراب شوی او امریکا افغانانو ته د مرستو د لېږد پر لارو چارو بوخته ده چې څه ډول دغه هېواد ته بشري مرستې ورسوي. نډ پرایس ویلي چې امریکا له ملګرو ملتونو او نورو هېوادونو سره افغانستان ته د بشري مرستو پر لېږد ګډ کار کوي.

د کړکېچ نړیوالې ډلې په یوه خپور کړي رپوټ کې ویلي چې پر افغانستان د لګېدلو بندیزونو دوام به په دغه هېواد کې یو میلیون کسان د لوږې او سختې سړې هوا له امله مړه کړي. دغې ډلې په افغانستان کې اقتصادي ستونزو ته په پام له نړیوالو غوښتنه کړې چې پر افغانستان لګېدلي بندیزونه دې لرې کړي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د یوې خبرپاڼه په خپرولو سره خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې بشري ناورین مخ په پراخېدو دی او لوږه په دغه هېواد کې خپلې کمسارې کچې ته رسېدلې. د دغه بنسټ ویاند بابر بلوچ ویلي چې نږدې ۲۳ میلیونه کسان په افغانستان کې له لوږې سره مخ دي چې له ډلې یې ۹ میلیونه وګړي د قحطۍ له جدي ګواښ سره دي.

د هوا په سړېدو سره د کندوز د زوړ ښار د «نمکبازار» سیمې هټۍ، سرایونو او د کراچیو پر سر د لیلامي او کارول شویو جامو پېر تر بل هر وخت زیات شوی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبورا لاینز په افغانستان کې په راتلونکي ژمي کې له وخت وړاندې د انساني ناورین له پېښېدو او له امله یې د زیاتې مړینې خبرداری ورکړی دی. مېرمن لاینز چې د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې له خبریالانو سره خبرې کولې، وویل چې هر څه ژر باید له دغه وضعیت څخه د وتلو لپاره د حل یوه لار پیدا شي.