د زابل اوسېدونکي د سونتوکو د لوړو بیو په اړه شکایت کوي
زابل د هېواد په سوېل کې د سړو ولایتونو له ډلې یو دی چې اوسېدونکي یې په ژمي کې د کورونو تودولو لپاره ډېر سونتوکي کاروي، خو سږ کال د ژمي په را رسېدو سره په دغه ولایت کې یو من لرګي له ۶۵ تر ۷۰ افغانیو پورې رسېدلي دي.