نیوزیلنډ او پاکستان نن دویمه یو ورځنۍ لوبه کوي
د نیوزیلنډ د کرېکټ ملي لوبډله نن د کوربه پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې سره دویمه یو ورځنۍ سیالي کوي. ټاکل شوې چې دغه لوبه نن شنبه د اپرېل ۲۹مه ۳:۰۰بجې په راولپنډۍ لوبغالي کې ترسره شي.
د نیوزیلنډ د کرېکټ ملي لوبډله نن د کوربه پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې سره دویمه یو ورځنۍ سیالي کوي. ټاکل شوې چې دغه لوبه نن شنبه د اپرېل ۲۹مه ۳:۰۰بجې په راولپنډۍ لوبغالي کې ترسره شي.
د پاکستان پوځ په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه هېواد د خېبرپښتونخوا ایالت اړوند تیرا سیمه کې له وسلهوالو سره په نښته کې دوه سرتیري وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د نیوزیلنډ او کوربه پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن پنجشنبه د اپرېل ۲۷مه د پنځو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ پیلوي.
ټاکل شوې چې د پنځو یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه نن ۳:۰۰ بجې د پاکستان په راولپنډۍ لوبغالي کې پیل شي.
د پاکستان کراچۍ ښار په یوې کارخونه کې د اورلګېدنې پرمهال د اور وژنې ډلې څلور کارکوونکي مړه شوي او ۱۳ نور کسان ټپیان دي.
پاکستاني رسنیو نن پنجشنبه د اپرېل ۱۳مه راپور ورکړی چې دغه اورلګېدنه پرون چهارشنبه سهار د نوې کراچۍ صنعتي سیمې ته نږدې د جامو یوې کارخونه کې د برښنا شارټۍ له امله رامنځته شوې ده.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد کې د یوې چاودنې پر مهال د یوه لوړپوړي پولیس چارواکي په ګډون څلور پولیس وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي.
رسنیو نن پنجشنبه د مارچ ۳۰مه راپور ورکړی چې چاودنه نن سهار د خېبرپښتونخوا ایالت لکي مروت سیمه کې رامنځته شوې ده.
د پاکستان پر وړاندې په شل اووره نړیوالو لوبو کې د افغانستان د دوو پرلهپسې بریاوو وروسته نن شپه دواړه لوبډلې وروسته شل اووره لوبه کوي.
ټاکل شوې چې دغه سیالي نن شپه د افغانستان پر وخت ۸:۳۰ بجې د متحده عربي اماراتو په شارجه لوبغالي کې ترسره شي.
د افغانستان او د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې نن شپه د عربي متحده اماراتو په شارجه لوبغالي کې د درېوو شل اووره سیالیو لوبلړۍ پیلوي.
ټاکل شوې چې دغه سیالي نن شپه د افغانستان پر وخت ۸:۳۰ دقیقې پیل شي.
دا د افغانستان او پاکستان ترمنځ د شل اووره سیالیو لومړۍ لوبلړۍ ده چې د دواړو هېوادونو د کرېکټ ملي لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
افغانستان کې روان اقتصادي او امنیتي وضعیت لامل شوی چې میلیونونه افغانان د یوې ښې راتلونکې او یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره ګاونډیو او نورو هېوادونو ته کډوالي وکړي.
د ملګروملتونو عالي کمېشنرۍ ویاندې شبیا منتو په یوې خبري ناسته کې ویلي چې افغانستان کې روان ناورین ته په کتو افغان کډوال لاسنيوي ته اړتیا لري.
پاکستاني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د ملګرو ملتونو سازمان له سرمنشي انټونیو ګوټرېش سره د افغانستان د وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
پکتیا کې یوشمېر سوداګر اسلامي امارت څخه غواړي چې د ډنډپټان له لارې دې ورته پاکستان سره د رسمي ترانزیت زمینه برابره شي.
دوی سلاموطندار ته وايي، که څه هم هره ورځ پر دې لارې سلګونه موټر تګراتګ کوي او دواړو لوریو ته سوداګریز توکي لېږدول کېږي، خو په وینا یې، رسمي بڼه نهلري.
د افغانستان کرېکټ بورډ نن په یوې خبري ناسته کې د پاکستان د کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې لوبېدو ته د چمتووالي په موخه د ملي لوبډلې د تمریناتي کمپ د لوبغاړو نوملړ اعلان کړ.
د پاکستان د بلوچستان ایالت په اړوند سیمه کې د پولیسو پر موټر د ځانمرګي برید له کبله نهه پولیس سرتیري وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
برید نن دوشنبه د کب ۱۵مه د بلوچستان ایالت د کچي ولسوالي کنبري پُل سره نږدې شوی دی. په ورته مهال پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې ښايي د مرګژوبلې شمېرې له دې هم لوړې شي.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت وايي چې د دغه هېواد د کراچۍ ښار له زندان څخه ۱۳۷ افغان کډوال خوشې شوې دي.
د افغانستان سفارت نن شنبه د کب ۱۳مه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې په تازه خوشې شویو ۱۳۷ کسانو کې ښځې او ماشومانې هم شاملې دي.
پاکستان کې د ترهګریزو بریدونو او افغانستان سره پر ډیورنډ کرښې کې د ترینګلتیا ډېروالي سره هممهاله د دغه هېواد یو لوړپوړی پلاوی د اسلامي امارت چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راغلی دی. خو د اسلامي امارت ویاند ویلي، دغه لیدنه یوازې پر کرښه د ستونزو او امنیتي اندېښنو په اړه پر خبرو راټوله وه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې له روسيې، ایران او پاکستان سره مو د کانونو، برښنا او زیربناوو برخو کې د پانګې جلب په موخه د فعالو کمپنیو او سوداګریزو شرکتونو یوه ټولګه یا کنسرسیوم جوړ کړی دی.
د ننګرهار ولایت چارواکو خبر ورکړی چې سبا د کب څلورمه، د پنجشنبې ورځ به د تورخم دروازه بېرته پرانېستل شي.
په همدې حال کې اسلاماباد کې د افغانستان سفارت هم پر خپل ټویټر لیکلي چې سبا به د تورخم دروازه د مسافرو، سوداګرۍ او ټرانزېټ لپاره بېرته پرانېستل شي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون