د تورخم دروازې تړل کېدو سوداګرو ته بېساري مالي زیانونه اړولي
ګڼشمېر سوداګر او هېوادوال وايي چې د پاکستان له لوري د تورخم دروازې په تړل کېدو سره له ګڼو مالي او نورو ستونزو سره مخامخ شوي او په خبره یې، یاده دروازه د څلورمې ورځې لپاره هم تړلې پاتې شوه.
د دوی په وینا، نه یوازې ناروغان دغه هېواد ته له ورتګ پاتې دي، بلکې د ګڼو سوداګرو سوداګریز مالونه هم بند پاتې دي او سخت مالي زیانونه ورته رسېدلې دي.