ای‌پي‌اېل لیګ کې نن دوه لوبې کېږي

د هند کرېکټ غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن ورځ او شپه هم دوه په زړه پورې لوبې کېږي چې لومړۍ سیالي کې به سنرایزر حیدراباد له راجستان رویلز ولوبېږي او دویمه لوبه کې به رویلز چلنجر بنګلور له ممبۍ انډینز سره لوبه وکړي.

مسکو راتلونکې اوونۍ د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه دی

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د دغه هېواد په پلازمېنې مسکو کې د افغانستان په اړه امنیتي غونډه جوړه شي. نوموړي نن دا خبره ټاس خبري اژانس ته کړې او زیاته کړې یې ده چې یاده غونډه به راتلونکې اوونۍ جوړه شي.

کابلوف: د کابل په غوښتنه روسیه د بین‌الافغاني خبرو بیاپیل کې مرسته کولای شي

 د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي له یوې هندۍ رسنۍ سره په مرکه ویلي چې روسیه کولای شي، د بین‌الافغاني خبرو راژوندۍ کولو لپاره مهم رول ولوبوي.

ضمیر کابلوف پرون جمعه د مرغومې دویمه له «هندو» ورځپاڼې سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، روسیه او هند دواړه کولای شي چې د بین‌الافغاني خبرو د بیاپیل لپاره مهم نقش ولوبوي.