افغانستان نن اسیا کپ کې له هند سره لوبه کوي

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله نن د اسیا کپ روان څلور غوره پړاو سیالیو په لړ کې د هند کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې لوبه کوي. دواړه لوبډلې اسیا کپ څخه بهر شوي او دغه لوبه یوازې تشریفاتي بڼه لري. ټاکل شوې چې یاده سیالي نن ماښام د افغانستان په وخت ۶:۳۰ بجې پیل شي. افغانستان او هند دواړو په روان پړاو کې له پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې څخه ماتې خوړلې دي.

افغان محصلان د هند سفارت نه د ویزو غوښتنه کوي

سامعه سما د هند په یوه پوهنتون کې هغه افغان محصله ده چې له یوه کال راهیسې ترې زده‌کړې پاتې دي. هغه وايي، که څه هم د محصلانو په مخ د هند د ټولو پوهنتونونو دروازې پرانېستې دي، خو د ویزې نه لرلو له کبله نه ده توانېدلې چې خپلو درسونو ته ورشي.

هند په اسیا کپ سیالیو کې پاکستان مات کړ

د اسیا کپ د روانو سیالیو دویمه لوبه نن د هند او پاکستان ترمنځ په متحده عربي اماراتو کې وشوه. هند او پاکستان په کرېکټ کې تل یو د بل سرسخت سیالان بلل کېږي.
هند د دې لوبې پچه وګټله او پاکستان ته یې د منډو کولو بلنه ورکړه چې پاکستان د خپلو ټولو لوبغاړیو په سوځېدو سره په شلم اوور کې هند ته د ۱۴۹ منډو هدف وټاکه. دا د اسیا کپ دویمه سیالي وه.

د کرېکټ ملي لوبډلې د راتلونکو لوبو مهالوېش؛ ډېرې لوبې زمبابوې سره دي

د کرېکټ نړیوالې شورا یا «ای‌سي‌سي» له ۲۰۲۳ تر ۲۰۲۷ کلونو پورې د کرېکټ ملي لوبډلو د راتلونکو لوبیزو سفرونو پروګرام «اېف‌ټي‌پي» اعلان کړ چې له مخې یې، د نورو لوبډلو ترڅنګ د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د راتلونکو سیالیو مهالوېش هم په ډاګه شوی دی.