د رسنیو ملاتړي بنسټونه او خبریالان اطلاعاتو ته پر محدودیت نیوکه کوي
یوشمېر خبریالان وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې پر رسنیو محدودیتونه ډېر شوي او دغه کار د رسنیو عادي فعالیت او د غږ ازادۍ ته زیان رسولی دی.
یوشمېر خبریالان وايي، د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې پر رسنیو محدودیتونه ډېر شوي او دغه کار د رسنیو عادي فعالیت او د غږ ازادۍ ته زیان رسولی دی.
د عامې روغتیا وزارت مرستیال هرات ته د خپل سفر پر مهال په یوې خبري ناسته کې د دغه ولایت د روغتیا برخه د اندېښنې وړ وبلله او د هرات حوزوي روغتون پر مسوولانو یې نیوکه وکړه چې دې برخې ته یې اړین پام نه دی کړی. د عامې روغتیا مرستیال عبدالباري عمر وايي چې د هرات حوزوي روغتون کارکوونکي کار نه کوي او له خلکو پیسې اخلي.
پرون د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د امریکا له کانګرس څخه په یوه لیک د افغانستان د شتمنیو د ازادېدو غوښتنه وکړه. دغه لیک په پښتو، فارسي او انګلیسي ژبو سربېره په اردو هم لیکل شوی وو چې په اردو ژبې د دغه لیک لیکلو د ټولنیزو رسنیو د ګڼشمېر کاروونکو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
د پکتیا مرکز ګردېز اړوند د تېرې سيمې د ښارګوټي هټۍوال وايي، د ښاروالۍ مسوولانو د هغو هټیو او غرفو تړل پیل کړي چې په عامه ځایونو کې د کورونو خواته او د سړک غاړو ته جوړ شوي وو.
که څه هم په مخکیني حکومت کې به د ژمي پر مهال د هېواد په بازارونو کې د سوند توکو ترڅنګ، د لومړنیو خوراکي توکو بیې هم لوړېدې، خو د نوي حکومت په راتلو سره د خوراکي توکو بیې په کمساري توګه لوړې شوي چې ګڼشمېر خلک یې د اخیستو وس نه لري. دوی له اسلامي امارت څخه غواړي چې د توکو بیې راټيتې کړي.
د ژورنالېسټانو شورا رییس حفیظالله بارکزی وايي، افغان خبریالان اطلاعاتو ته د نه لاسرسي ستونزې سره مخامخ دي.
هغه چې نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته خبرې کولې وویل، هېواد کې د اطلاع رسونې وضعیت د ښهوالي لپاره باید د همغږۍ کمېسیونونه جوړ شي، څو خبریالانو ته کره معلومات ورکړل شي. د نوموړي په وینا، تر اوسه اطلاعاتو ته د نه لاسرسي ستونزه پر خپل ځای ده او د نظام په بدلون سره پهکې د پام وړ بدلون نه دی راغلی.
د زمري په ۲۴مه د مخکیني ولسمشر محمداشرف غني د حکومت له پرځولو او د هغه له تېښتې وروسته، د اسلامي امارت ځواکونه کابل ته دننه شول او په بشپړه توګه یې افغانستان تر خپلې ولکې لاندې کړ. اوس چې د محمداشرف غني له تېښتې نږدې دوه میاشتې تېريږي، یوشمېر هېوادوال لا هم نوموړی د «بابا» په نوم یادوي.
د افغانستان د ژورنالېسټانو ملي اتحادیې د رسنیو مسوول مسرور لطفي نن په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال وویل، سره له دې چې د اسلامي امارت مسوولانو ته یې د لیدنو پر مهال د خبریالانو د ساتنې میکانیزم د جوړېدو وړاندیز کړی، خو تر اوسه دغه کار نه دی شوی.
د نوموړي په وینا، بیا هم هڅه کوي چې د خبریالانو او رسنیو د ساتنې او خوندیتوب په برخه کې اسلامي امارت ته د لازمو ګامونو د اوچتولو قناعت ورکړي.
په هرات کې یوشمېر سوداګرو او د کارخونو مسوولانو په دغه ولایت کې د یوې اعتراضیه غونډې پرمهال د هرات په ګمرکونو کې له لوړې تعرفې نیوکه کوي او وایي، دغه چاره د دې لامل شوې چې د دوی کارخونو ته پر وخت خام مواد ونه رسېږي او اړ شوي چې خپلې کارخونې وتړي.
یوشمېر خبریالان پر افغانستان د اسلامي امارت تر ولکې وروسته مالوماتو ته د نه لاس رسي له امله نیوکه کوي او وايي، په تېرو دوو میاشتو کې دوی ته پر وخت معلومات نه دي ورکړل شوي او په دې برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
په تورخم ښارګوټي کې لسګونه لارۍ چې تازه مېوې او ترکاري په کې بار دي، چلوونکي یې شکایت کوي چې پاکستان هغې غاړې د موټرو وراوښتو پروسه ځنډنه پر مخ بیایي چې له همدې امله دوی مجبورېږي، د تورخم له دروازې دې غاړه په ورځو ـ ورځو انتظار وکړي.
د طالبانو له لوري د کابینې له اعلان وروسته نن په کابل کې د ښځو د حقونو فعالانو په یوې اعتراضیه غونډه کې وویل چې طالبانو په خپله کابینه کې د ښځو چارو وزارت لغوه کړی دی.
د افغانستان د ورځپاڼو ټولنې نن د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د طالبانو له لوري د خبریالانو نیولو په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې او د نیول شویو خبریالانو د بېرته خوشې کولو غوښتنه یې کړې ده.
بېګاه شاوخوا نهه بجې کابل او ځینې نور ولایتونه د طالبانو د سختو هوايي ډزو شاهدان وو.
د طالبانو د مسوولانو په وینا، په یادو هوايي ډزو کې ۱۷ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. که څه هم طالبانو نه ده روښانه چې په دغو کسانو کې څو کسان وژل شوي او څو یې ټپیان دي، خو د راپورونو له مخې، یوازې په کابل کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د طالبانو له لوري د کابل تر نیولو نږدې درې اوونۍ کېږي چې ورسره ډېری هېوادوالو خپلې دندې او کاروبار له لاسه ورکړی او هېواد کې د وزګارتیا له امله ګنشمېر کسان له ستونزو سره مخ شوی دی. د دولتي ادارو کارکوونکي د ادارو له تړل کېدو څخه اندېښنه ښيي او وایي چې اوس بېبرخلیکه دي او راتلونکې ته هم هیله نه لري.
وروسته له هغې چې طالبانو پر کابل ولکه خپله کړه د نورو ادارو ترڅنګ بانکونو هم خپل فعالیتونه ودرول چې خلک یې له ګڼو ستونزو سره مخه کړل. د ښاریانو له شکایتونو وروسته کابل کې بانکونو خپل فعالیتونه بېرته له سره پیل کړي، خو د بانکونو پېرېدونکي له بانکونو څخه د خپلو پیسو د اخیستلو له بهیر څخه ناخوښ دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون