پکتیاوالو د کرېکټ بورډ پر وړاندې لاریون وکړ

شاوخوا درې سوه ځوانانو نن د پکتيا په مرکز ګردېز کې د کرېکټ لوبغاړو او د مدني ټولنو استازو سره یوځای د کرېکټ بورډ ادارې پر وړاندې لاريون وکړ.
لاريونوالو د کرېکټ بورډ مسوولان په خپلو دندو کې پر ناغېړۍ او توپيري چلن تورن کړل او په دغه ولایت کې یې د کرېکټ د معیاري لوبغالي د جوړېدو غوښتنه وکړه.

پکتیا کې خلکو د پوهنې ریاست دروازه وتړله

پکتيا کې د درېوو ولسواليو اوسېدونکو د پوهنې رياست مسوولان پر فساد تورن کړل او د اعتراض په توګه یې د دغه ریاست دروازه وتړله. د دوی په وینا، د پوهنې ریاست د مسوولانو ناکارۍ له کبله په ګردې څېړۍ، شواک او وزې ځدراڼ ولسوالیو کې پوهنیز بهیر له سختو ستونزو سره مخامخ دی.

د روغې جوړې شورا د سولې پر طرحې د دانش نیوکې

د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د ملي روغې جوړې شورا د سولې طرحې د توحید کمېټې له خوا د سولې طرحې په نوم جوړې شوې طرحې نیوکه کړې او ویلي یې دي چې یاده طرحه د جمهوریت اړخ د اجماع پر ځای، اختلافات پیاوړي کړي دي. د هغه په خبره، دا طرحه ډېرې نیمګړتیاوې او کمزورۍ لري او د جمهوریت په استازولۍ د استانبول غونډې ته د وړاندې کولو نه ده.

«د سولې طرحه کې یوازې د دولت او پخلاینې شورا نظرونه ځای شوي»

تېره ورځ ناوخته یوه طرحه چې ۱۴ مخه ده او ښايي د استانبول غونډې لپاره د افغان دولت د سولې طرحه وي، په رسنیو کې لاس پر لاس شوه.
دا طرحه چې د افغان سولې د هوکړې په نوم نومول شوې، پر څلورو بېلابېلو برخو راڅرخي او د افغانستان راتلونکې لپاره د لارښود اصول، د افغانستان سیاسي نقشه، د افغانستان راتلونکی سیاسي نظام او د جګړې پای ته رسول په‌کې شامل دي.

هرات کې د باروړونکو موټرو د مالکانو اعتراض دویمې ورځې ته وغځېد

د هغو باروړونکو موټرو مالکان چې د هرات د اسلام‌کلا ګمرک په اورلګېدنه کې یې موټر سوځېدلي، د حکومت له لوري ورته د رسېدلي زیان پر نه جبران نیوکې کوي او وايي، سره له دې چې له اورلګېدنې ۵۰ ورځې او هرات ته د حکومت را لیږل شوي پلاوي د راپور له پای ته رسېدو یوه میاشت تېرېږي، خو تر اوسه د باروړونکو موټرو مالکانو ته یوه افغانۍ هم نه ده ورکړل شوې.

ولسي جرګه: د سرپرستانو د کار دوام د فساد لامل ګرځي

د ولسي جرګې یوشمېر غړیو په دولتي ادارو کې د سرپرستانو د کار پر دوام نیوکه وکړه. د دې جرګې یوشمېر غړيو د هغو نوماندوزیرانو د کار دوام د اساسي قانون خلاف وباله چې د وکیلانو د باور رایه یې نه ده اخیستې. د دوی په وینا، سره له دې چې ولسمشر ورسره ژمنه کړې وه چې ژر به نوي نوماندوزیران ور وپېژني، خو د څو میاشتو په تېرېدو سره سره یې بیا هم دغه کار نه دی کړی.

ننګرهار کې د واکسیناتورانو ترور؛ په مرکز او دوو ولسوالیو کې واکسین ځنډېدلی

د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست د کتلوي معافیت څانګې مسوول ډاکټر جان‌محمد صاحبزاده وايي، د جلال‌اباد ښار په ګډون، په بهسودو او سره‌رود ولسوالیو کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو واکسین کمپاین درول شوی دی.
د نوموړي په وینا، دغه کار له هغه وروسته شوی چې تېره ورځ په جلال‌اباد کې د ګوزڼ واکسین درې ښځینه کارکوونکې ترور شوې.

د غور ډېری روغتیايي مرکزونه د درملو له کمښت سره مخ دي

د غور دولتیار، چهارسده، پسابند، دولینه، ساغر، تولک او تیوره هغه ولسوالۍ دي چې له دوو میاشتو ډېرې مودې راهیسې د درملو له کمښت سره مخ دي.
د دغو ولسوالیو اوسېدونکي او مسوولان وايي چې د درملو کمښت د خلکو او ناروغانو لپاره ستونزې جوړې کړې دي.

د کب ۲۷مه او په ننګرهار کې د خبریالانو اندېښنې

سږ کال په افغانستان کې د خبریالانو ملي ورځ داسې مهال را رسېږي چې د روان لمریز کال په وروستۍ نیمايي کې د هېواد په کچه لس افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي او نږدې شل نور ټپيان شوي دي. پر خبریالانو له دغو بریدونو سره هم‌مهاله په ټول هېواد کې د خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو د ځاني خوندیتوب په اړه اندېښنې هم راپورته شوې دي.

«په یوه کال کې د ولسمشر فرمانونو د پلور په تور ۱۰ کسان نیول شوي»

د بندخونو چارو د تنظیم ادارې د دفتر رییس او د رسنیو برخې مسوول فرهاد بایاني که څه هم سلام‌وطندار ته د ولسمشر فرمانونو د پلي کېدو په برخه کې د اړیکو پالل او فساد نه ردوي، خو وايي چې په دې اداره کې یې د مفسدو لاسونه لنډ کړي دي.
د نوموړي په وینا، د دې ادارې د کشفي او استخباراتي برخو په پیاوړتیا سره یې په ۱۳۹۹ کال کې نږدې ۱۰ کسان د بندیانو د بښنې او د بند کمښت په برخه کې د ولسمشر فرمانونو د پلور په تور نیولي دي.

عبدالله: د طالبانو پلمې د سولې خبرو د ځنډ لامل شوي

د ملي روغې جوړې شورا رییس عبدالله عبدالله د طالب ډلې پر مرکچي پلاوي د توندو نیوکو تر څنګ ویلي، د دغه پلاوي له لوري بې‌منطقه پلمې جوړول د سولې دویم پړاو خبرو په پیل کې د ځنډ لامل شوي دي.
نوموړي نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د طالب ډلې مرکچیان پر اصلي موضوعاتو د بحث، د جګړې او تاوتریخوالي پای ته رسولو، مسلمان‌وژنې او د خلکو د درد کمولو پر ځای، پر سفرونو او نورو مسایلو بوخت دي.

د پولیو اړوند د یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان پر کار د روغتیا وزارت نیوکه

د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روغتیا نړیوال سازمان او د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یا یونیسف اداره چې ماشومانو ته د پولیو واکسین د پروګرام مسوولیت لري، په سم ډول یې خپل کار نه دی کړی او دغه وزارت ته یې په راپور ورکونه کې لازمه روڼتیا نشته.

د کابل ښاروالي پر ناکاریو د خلکو نیوکې

کابل کې د تېرې شپې لږ واورې په د دغه ښار یوشمېر اوسېدونکي له ستونزو سره مخ کړل.
د پلازمېنې یوشمېر اوسېدونکي وایي، د سړکونو د بندېدو او پرې د یخ له کبله د لیني موټرو له کمښت سره مخ شوي دي.