
خوست کې د کولرا ناروغۍ خپرېدو له امله اته کسان مړه شوي
خوست کې روغتیايي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په سپېرې ولسوالي کې کولرا ته د ورته ناروغۍ د خپرېدو له امله اته کسان مړه شوي دي.

خوست کې روغتیايي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په سپېرې ولسوالي کې کولرا ته د ورته ناروغۍ د خپرېدو له امله اته کسان مړه شوي دي.

په وروستیو څو اوونیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د طبیعي پېښو له امله خلکو ته ګڼ مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
د نورستان د ځنګلونو له اورلګېدنې نیولې، بیا په خوست او پکتیکا مرګونې زلزلې او په وروستیو څو ورځو کې نږدې ټول افغانستان کې د سېلابونو راوتل په پراخه کچه خلک اغېزمن کړي دي.

د زابل محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په اړوند سیمه کې د یوې سراچه ډوله او ټېلر موټر د ټکر له امله څلور کسان مړه شوي او یو ماشوم ټپي دی.

د غزني امنیتي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په روضې کوتل سیمه کې د ا.ا د ځواکونو رنجر موټر چپه شوی چې له امله یې دوه سرتیري مړه او لس ټپیان شوي دي. پرون هم د دغه ولایت په قره باغ ولسوالي کې د اسلامي امارت د ځواکونو اړوند رنجر موټر له یوې سراچه ډوله سره ټکر کړی چې له امله یې درې کسان ټپیان شوي.

د پکتیا د ځاځياریوب ولسوالي یوشمېر اوسېدونکي وايي چې بېګاه په دغه ولسوالي کې د سختو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې دوه کسان مړه او درې نور ټپیان شوي دي.

د روزګان محلي مسوولان وايي، د دغه ولایت په ګېزاب او مرکز ترینکوټ کې د شویو اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې له امله درې کسان مړه شوي او دوه نور لادرکه دي. بلخوا د ترینکوټ ښار اوسېدونکي وايي، په تالاني سیمه کې هم د شویو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي او خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د پکتیا محلي مسوولان وايي چې د روانې اوونۍ د دوشنبې ورځې راهیسې په مرکز ګردېز او زرمت ولسوالي کې د سختو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې خلکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
د پکتیا د اطلاعاتو او فرهنګ رییس خالقیار احمدزي سلاموطندار ته ویلي چې د وروستیو سېلابونو له امله اته کسان مړه شوي او ۲۰ نور ټپيان دي.

د روزګان محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو له امله ګڼ سېلابونه راوتلي چې پرمهال دوه کسان مړه شوي او ګڼشمېر خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي. د مسوولانو په وینا، سېلابونه د یاد ولایت په مرکز ترینکوټ او یوشمېر ولسوالیو کې راوتلې دي. په همدې حال کې د سېلاب ځپلو سیمو اوسېدونکي د روزګان له محلي ادارې او مرستندویه بنسټونو د مرستو غوښتنه کوي.

په ختیځو ولایتونو کې پرون شپه او نن ورځ د سختو بارانونو له امله په ګڼو سیمو کې سیلابونه راوتلي چې خلکو ته یې ګڼ مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.

د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حبیبالله مجاهد سلاموطندار ته ویلي چې دغه ولایت کې د وروستیو اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې په پایله کې یې دوه کسان مړه او درې کسان ټپیان شوي دي.

د سوېلي او لوېدیځو ولایتونو ځايي چارواکي دغو ولایتونو کې د ټرافیکي پېښو د قربانیانو شمېر زیاتېدو څخه اندېښنه ښيي او وايي، تېره شاوخوا یوه میاشت کې د ټرافیکي پېښو پرمهال د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۴ کسانو ژوند بایللی او تر ۱۷۰۰ ډېر ټپیان شوي دي.

د هرات محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د اسلامي امارت ځواکونو یوه رنجر موټر له ټېلر سره ټکر کړی چې له امله یې د اسلامي امارت پنځه سرتیري مړه شوي دي.

په میدان وردګ ولایت کې د یوې ټرافيکي پېښې له کبله یو کس وژل شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۷ نور کسان ټپیان شوي دي.

د میدان وردګ محلي چارواکي وايي چې د دې ولایت اړوند په دایمیرداد ولسوالي کې پر یوه استوګنیز کور د غره ښويېدنې له امله درې کسان مړه شوي او دوه ټپیان دي.

د ماشومانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې ویلي چې یوازې په تېره ډسمبر میاشت کې ۱۳۵ افغان ماشومان د سینهبغل او خوارځواکۍ ناروغیو له امله په روغتون او یا هم روغتون ته پر لاره مړه شوي دي. دغه سازمان نن په یوه رپوټ کې ویلي چې د شویو څېړنیو پربنسټ، په وروستیو درېوو میاشتو کې له نیمايي ډېرو هغو افغان کورنیو چې روغتیايي مراقبت ته یې اړتیا درلوده، دغه روغتیايي خدمتونه نه دي ترلاسه کړي.

د بامیان ولایت محلي مسوولان وايي، له بېګاه شپې راهیسې د سختې واورې د ورښت او توپان له امله، د دغه ولایت اړوند د یکاولنګ او پنجاب ولسواليو ترمنځ په «شاتو» کوتل سیمه کې د غور-بامیان او بامیان-دایکندي لویې لارې تړل شوي دي. د مسوولانو په وینا، د ورښتونو له کبله د یاد ولایت د ورس او پنجاب ولسوالۍ لارې هم له مرکز بامیان سره پرې شوي.