
بدخشان کې ټرافیکي پېښه؛ درې کسان مړه او څلور ټپیان شوي
بدخشان کې ولسي سرچینې وايي چې پېښه نن له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجې د یاد ولایت په مرکز فیضاباد کې هوايي ډګر ته څېرمه د دوو رونېکس موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

بدخشان کې ولسي سرچینې وايي چې پېښه نن له غرمې مخکې ۱۰:۳۰ بجې د یاد ولایت په مرکز فیضاباد کې هوايي ډګر ته څېرمه د دوو رونېکس موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

د سالنګونو د لویې لارې د ساتنې او څارنې مسوولان وايي چې پر دغه لاره د یوه ۴۰۴ ډوله موټر د چپهکېدو په پېښه کې درې کسان مړه شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.
د سالنګونو د لویې لارې د ساتنې او څارنې رییس ابومحمد حافظ یعقوب د یاد خبر د تاییدو ترڅنګ سلاموطندار ته ویلي چې پېښه نن سهار ۲:۳۰ بجې په سوېلي سالنګ کې رامنځته شوې ده.

بېګاه شپه شاوخوا ۲ نیمې بجې د ختیځ زون ډېره برخه شدیدې زلزلې ولړزوله چې له کبله یې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.
دغه زلزله چې د ريښتر په کچه ۵،۳ درجې اټکل شوې مرکز یې د ننګرهار شمال ختیځ د هندوکش غرونه ښودل شوي دي. زلزلې تر ټولو ډېر زیان په کونړ ولایت کې اړولى دی.

د فاریاب خانچهار باغ ولسوالي کې سرچینې وايي چې دغه ولسوالي کې د یوه پلانکوچ ډوله او ټراکټور د ټکر له امله شپږ کسان مړه او لس نور ټپیان شوي دي. په همدې حال کې سرچینې زیاته کړې چې پېښه کې څلور ښځو، یوه ماشوم او یوه نارینه ژوند له لاسه ورکړی او د ښځو او ماشومانو په ګډون لس نور کسان ټپیان شوي دي.

د فاریاب محلي مسوولان وايي چې په دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله درې کسان مړه شوي دي.
د مسوولانو په وینا، یاده ټرافیکي پېښه نن سهار ۹بجې د فاریاب مرکز میمنې ښار او المار ولسوالي پر لویه لاره رامنځته شوې ده.

په تېره یوه شپه او ورځ کې د هېواد په ولایتونو کې د سختو اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې یوشمېر کسان مړه شوي او ګڼشمېر کورونه یې نړولي دي.

د نورستان د والي ویاند سيفالدين لټون سلاموطندار ته ویلي چې د وروستيو سېلابونو له امله په کامدېش ، واما او منډول ولسوالیو کې ١٥ کسان مړه شوي او ٢٠ نور ټپيان دي.

د لوګر په مرکز پلعلم، خوښۍ او محمداغې ولسوالیو کې د پرون ورځې د اورښتونو له کبله سېلابونه راوتلي چې تر دا مهاله د ۲۰ کسانو د مړینې خبر ورکړل شوی دی.

د لوګر د طبعیي پېښو پر وړاندې د مبارزې ریاست مسوولان وایي چې د پرونيو اورښت له امله د یاد ولایت په مرکز پلعلم او خوښۍ ولسوالي کې سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې خلکو ته درانه زیانونه اړولي دي. د نوموړي په وینا، خوښي ولسوالي کې د سېلاب ځپلیو کورنیو د ژغورنې هڅې پيل شوي او لسګونه کورنې یې خوندي ځایونونو ته لېږدولي دي.

په دایکندي کې محلي سرچینې وايي چې د دغه ولایت د شهرستان ولسوالي د «چبلک» کوتل کې یو پلانکوچ ډوله موټر چپه شوی چې له امله یې پنځه کسان مړه شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.

د ننګرهار محلي مسوولان وايي چې بېګاه شپه د جلالاباد ښار اړوند شیخ مصري سیمه کې د اورښتونو له کبله د یوه کور چت پرېوتی چې د یوې کورنۍ څلور ماشومانو په کې ژوند بایللی او یو بل کس ټپي شوی دی.

باختري خبري اژانس د پروان محلي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د دغه ولایت د سیاهګرد او شینواري ولسوالیو ځینو برخو کې د راوتلو سېلابونو له کبله لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
د راپور پربنسټ، پروان کې د سېلابونو راوتلو له امله لسګونه کسان لادرکه شوي هم دي. باختر اژانس ویلي چې ښايي د مرګژوبلې شمېرې له دې هم لوړې شي.

د کاپیسا محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت په تګاب ولسوالي کې د وروستیو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال دوه کسان مړه شوي او خلکو ته یې درانه مالي زیانونه اړولي دي.
مسوولان زیاتوي چې په دې سېلابونو کې لسګونه کورونه نړېدلي او سلګونه کرنیزې ځمکې لهمنځه تللي دي.

په خوست کې یوې سرچینې ویلي، بېګاه شپه د شویو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال یې د یوې کورنۍ د دوو ماشومانو په ګډون څلور کسان مړه شوي دي. بلخوا د یادو کسانو د کورنۍ یوه غړي سلاموطندار ته ویلي چې بېګاه شپه یې د کورنۍ څلور غړي سېلاب وړي او مړه شوي دي.

په میدانوردګ کې چارواکي وايي، د دغه ولایت په یوشمېر ولسوالیو کې د بېګاه شپې اورښتونو له امله سېلابونه راوتلي چې پرمهال درې کسان مړه شوي دي. د مېدانوردګ د پېښو پروړاندې د چمتووالي رییس فیضالله جلالي سلاموطندار ته ویلي، بېګاه په سیداباد، چک او جلریز ولسوالیو کې د شویو بارانونو له امله سېلابونه راوتلي دي. جلالي زیاته کړې چې د جلرېز «دره بوغه» سیمه کې د راوتلو سېلابونو له امله یوه مېرمن او دوه ماشومان مړه شوي.

د غور روغتیايي مسوولان وايي چې د تېرو پنځو میاشتو پرمهال دغه ولایت کې د خوارځواکۍ له امله ۸ ماشومان مړه شوي دي.