بغلان کې د یوه کور چت لوېدو له امله پنځه کسان مړه او دوه ټپیان شوي
د بغلان امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوه کور چت پرېوتو له کبله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.
د بغلان امنیتي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د یوه کور چت پرېوتو له کبله د یوې کورنۍ پنځه غړي مړه شوي او دوه نور ټپیان دي.
ایټالیا کې د افغانستان سفارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، د دغه هېواد سواحلو کې د کډوالو د ډوبې شوې کښتۍ د قربانیانو د هویت له تثبیت وروسته معلومه شوې چې دې پېښه کې ۳۲ افغانان هم مړه شوي دي.
د افغانستان د سفارت په خبرپاڼه کې راغلي چې کښتۍ کې شاوخوا ۱۸۰ کسان سپاره وو چې تراوسه یې د ۶۷ جسدونه پیدا شوي دي.
د پاکستان د پنجاب په چکوال ښار کې د یوه واده د ورا موټر د چپهکېدو له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۴ کسان مړه شوي او ۶۴ نور ټپیان دي.
ترکیه او سوریه کې د زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر له ۲۱۰۰۰ اوښتی دی. د ترکیې مرستیال ولسمشر فواد اوکتای دغه هېواد کې د زلزلې له امله د مړو شویو او ټپیانو وروستۍ شمېرې له رسنیو سره شریکې کړې. فواد اوکتای ویلي، تراوسه دغه هېواد کې ۱۸۳۴۲ کسانو په زلزله کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۷۴۲۴۲ کسان هم ټپیان شوي دي.
د جوزجان او بلخ پر لویه لاره د یوې ترافیکي پېښې له کبله څلور کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او درې نور ټپیان شوي دي.
د جوزجان د فیضاباد ولسوالي د امنیې قومندان کفایتالله متوکل وايي چې پېښه پرون ماښام د سلواغې ۱۹مه د جوزجان-بلخ پر لویه لاره د یوې سراچه ډوله او هینو موټر ترمنځ رامنځته شوې ده.
په ترکیه او سوریه کې د پرون ورځې د شوې زلزلې له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۸۰۰ کسانو ته لوړ شوی دی. د رسنیو د راپورونو له مخې، دغې شمېرې د لوړېدو په حال کې دي.
ترکیه چې د دې زلزلې له امله ډېر ځپل شوی نن سهشنبه د سلواغې ۱۸مه رسنیو راپور ورکړی چې دغه هېواد کې د مړو شویو کسانو شمېر ۳۳۸۱ ته لوړ شوی دی.
پاکستاني رسنیو نن جمعه د سلواغې اوومه راپور ورکړی چې د دغه هېواد په سِند ایالت کې د زهرجنو کیمیاوي موادو له کبله ۱۸ کسان مړه شوي دي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، په مړو شویو کې ماشومان هم شامل دي.
نیمروز کې محلي سرچینې او مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د تېرې یوې اوونۍ سړې هوا او توپانونو ۳۲ روږي کسان، یوه مېرمن او یو ماشوم مړه کړي دي.
د سرپل د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رییس سیدصفتالله صفوان سلاموطندر ته وايي چې دغه ولایت کې د سړې هوا له امله اووه کسان مړه شوي دي.
فاریاب کې یو کس په خپل موټر کې دننه د ګاز نیونې له کبله مړ شوی دی. دغه پېښه نن سهار (یکشنبه، د مرغومې ۲۵مه) د ګرزېوان ولسوالي «بهارک» کلي کې رامنځته شوې ده.
بادغیس کې سرچینې وايي چې دغه ولایت کې د سړې هوا له کبله د څلورو ماشومانو په ګډون پنځو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د سرچینې په وینا، دغه کسان بېګاه د قادس ولسوالي اړوند خیرخانه علیا، جوالق، شیخها او زادصالح په سیمو کې سړې هوا مړه کړي دي. سرچینې سلاموطندار ته زیاته کړې چې په مړو شویو کې یو چوپان، درې کوچنۍ نجونې او یو کوچنی هلک شامل دي.
د روغتیا نړیوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، ۲۰۲۱ کال کې پنځه میلیونه ماشومان پنځه کلنۍ ته له رسېدو مخکې مړه شوي دي. د یاد سازمان راپور چې پرون سهشنبه د مرغومې ۲۰مه خپور شوی، پهکې ویل شوي چې دغه کال کې ۲.۱ میلیونه هغه ماشومان او ځوانان چې عمرونه یې له پنځو تر ۲۴ کلونو وو، خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
فاریاب کې سرچینې سلاموطندار ته وايي چې دغه ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې پر مهال دوه زدهکوونکي مړه شوي دي. پېښه د فاریاب د اندخوی ولسوالي اړوند «دولت دروازه» سیمه کې رامنځته شوې ده. سرچینه همداراز زیاتوي چې دغه ټرافیکي پېښه د موټر چلوونکي د بېاحتیاطۍ له کبله د فاریاب جوزجان پر لویه لاره رامنځته شوې ده.
د جوزجان-بلخ پر لویه لاره د ټرافیکي پېښې له کبله پنځه کسان مړه او څلور نور ټپیان شوي دي.
د جوزجان د ټرافیکو مدیریت مسوولان وايي چې پرون جمعه مازدیګر د جوزجان مرکز شبرغان ښار «چیغچي» سیمه کې د یوه ۴۰۴ ډوله مسافر وړونکي او سراچې موټرو د ټکر له امله پنځه کسانو خپل ژوند بایللی او څلور ټپیان دي.
د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې د دغه ولایت په شاجوی ولسوالي کې د یوې ناپېژنده ناروغۍ له امله دوه کسان مړه شوي او ۸۰ نور پرې اخته شوي دي.
د مسوولانو په وینا، دغه ناروغۍ د شاجوی ولسوالي په «فتوزو» سیمه کې خپره شوې چې له امله یې دوه ماشومانو خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.
د پروان امنیتي مسوولان تاییدوي چې د سالنګ په تونل کې د اورلګېدنې له کبله ۴۷ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. مسوولانو ویلي چې بېګاه د سالنګ په تونل کې دننه یوه ټانکر اور اخیستی او اورلګېدنه رامنځته شوې ده. په ورته وخت کې د عزیزالله عمر زیاتوي چې د تېلو ټانکر د چاودنې له کبله د سالنګ تونل د چت یوه برخه هم نړېدلې ده.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون