ستره محکمه: په درېګونو محکمو کې له ۴۳ زره ډېرې دوسیې تر څېړنې لاندې دي
د سرپرست حکومت د سترې محکمې مسوولانو د زمري په ۳۱مه، د سهشنبې ورځ ملت ته د دولت حساب ورکولو غونډه کې وویل چې اوس په درېګونو محکمو کې ۴۳ زره او ۶۳۰ دوسیې تر څېړنې لاندې دي.
د سرپرست حکومت د سترې محکمې مسوولانو د زمري په ۳۱مه، د سهشنبې ورځ ملت ته د دولت حساب ورکولو غونډه کې وویل چې اوس په درېګونو محکمو کې ۴۳ زره او ۶۳۰ دوسیې تر څېړنې لاندې دي.
په کندوز کې محلي سرچینې د دغه ولایت په مرکز کې د اورلګېدنې خبر ورکوي.
سرچینې وايي چې دا اورلګېدنه نن (د زمري ۲۸مه، د شنبې ورځ) سهار لس نیمې بجې د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د امام صیب بندر کې شوې ده.
د خوست د والي دفتر په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې نن له غرمې مخکې ۱۱ بجې د دغه ولایت د مرکز خوست ښار اړوند سپین جومات ته نږدې په یوه هوټل کې چاودنه شوې ده.
د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې چاودنه کې څو وزیرستاني کډوالو او خوستیاتو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت مسوولان وايي چې دغه وزارت سره په ټولییزه توګه ۶۳۸۹۵۴ یتمان، کونډې او معلولیت لرونکي کسان ثبت کړي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولان وايي، هغه خبریالان چې د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوي، د نیونې لامل له څېړنې وروسته به یې د خوشې کولو لپاره هڅې وکړي.
د هېواد په بېلابېلو برخو کې د مرموزو وژنو په دوام، په وروستیو ورځو کې رسنیو داسې ډېر راپورونه خپاره کړي چې د جنايي جرمونو پېښې انعکاسوي او ناپېژنده وسلهوالو پهکې ملکیان او د تېر حکومت نظامیان موخه ګرځولي دي.
د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولانو نن ملت ته د حساب ورکونې په غونډه کې وویل چې اوس د چاپېریال ساتنې برخه کې د نړیوالې ټولنې د ۳۲ پروژو چارې چې په افغانستان کې روانې وې، په ټپه ولاړې دي.
د خوړو او درملو ملي ادارې مسوولانو ملت ته د دولت حساب ورکونې غونډه کې وویل چې اوس د افغانستان د درملو او روغتیايي محصولاتو کارخونې کولای شي چې له ۱۵ تر ۲۰ سلنې پورې د افغانانو اړتیاوې پوره کړي.
بامیان د افغانستان د ګرځندویۍ او چکر ولایتونو له ډلې یو دی او وختناوخت ورته کورني او بهرني سیلانیان ورځي، خو اوس دغه ولایت ته ورتلونکي سيلانيان شکایت کوي چې هلته لومړنۍ اسانتیاوې نشته او دوی له چکر څخه خوند نهشي اخیستلی.
قدرتالله چې د لوګر ولایت مرکزي روغتون ته یې ناروغ ور وړی، سلاموطندار ته ویلي چې له تېرو درېوو ورځو راهیسې یې خپل ناروغ په «نايب امینالله خان لوګري» روغتون کې بستر کړی، خو د درملنې لپاره یې ټول درمل له بازار څخه پېري.
سرپل کې یوشمېر ماشومان سهار لمرخاته مهال ښوونځي ته د تګ پر ځای، د خښتو بټیو ته ځي او د یوې مړۍ ډوډۍ موندلو په موخه له سهاره تر ماښامه خښتې وهي. دغه ماشومان چې د زدهکړو له نعمت څخه بېبرخې دي، ماشومانه لوبې یې د درنو کارونو قرباني کړې دي.
د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولان وايي چې دا مهال په ټول هېواد کې ۲۰۰ کوچني کانونه فعال دي چې د ۱۰۸ کانونو د استخراج قراردادونه یې تېر کال شوي دي.
د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن دوشنبه د زمري دویمه «ملت ته د دولت د حساب ورکولو پروګرام» کې کړې دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولان وايي چې نن یکشنبه «زمري لومړۍ» کابل کې د امام ابوحنیفه د اووه ورځني نړیوال نندارتون په پای کې یوشمېر سوداګرو د خپلو تولیداتو د پلور لپاره قراردادونه ترلاسه کړي دي.
د اقتصاد وزارت مسوولان وايي چې د تېر یوه کال پر مهال یې د ۲۱ بهرنیو موسسو په ګډون ۳۷۶ نادولتي موسسو ته د فعالیت جوازونه ورکړي دي.
د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن یکشنبه د زمري لومړۍ نېټه ملت ته د حکومت د حساب ورکولو پروګرام کې خبریالانو ته کړې دي.
د غزني د عامې روغتیا ریاست مسوولان وايي چې نږدې راتلونکو ورځو کې به دغه ولایت کې د ۱۵ روغتیايي کلینیکونو د رغېدو چارې پیل شي.
د سمنګان د کوز درهصوف ولسوال شمسالله شمشاد وايي چې د چنګاښ میاشتې په ۲۶مه، د دوشنبې ورځ، سهار شاوخوا نهه بجې په دې ولسوالي کې د هاوان مرمۍ د چاودنې له امله درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د سلاموطندار په اړه
نشراتي سیاست او مسلکي اصول
د خصوصي حریم سیاست
له موږ سره اړیکه
کارموندنه
د معلوماتو او سندونو لېږل
له موږ سره د همکارۍ شرایط
شکایت
راډیويي خپرونې
فلم او تصویر
آر اس اس
په خبرپاڼه کې ګډون