ټرافیکي پېښو په لسو میاشتو کې څه باندې ۵۰۰۰ افغانانو ته مرګژوبله اړولې
د ټرافیکو عمومي ریاست مسوولان وايي، د روان لمریز کال له پیل څخه تر اوسه په هېواد کې څه باندې درېزره ټرافیکي پېښې شوي چې په پایله کې یې تر ۱۵۰۰ ډېر کسان وژل شوي او تر ۴۰۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي. مسوولان پر لويو لارو د ټرافيکي څراغونو نشتوالى، د سړکونو خرابوالى او پر لويو لارو د ټرافيکو مامورانو نشتون د ټرافيکي پېښو اصلي لاملونه بولي.