
نیمروز کې ۱۰۰۰ اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه
په نیمروز ولایت کې د اسلامي امارت محلي مسوولان په دغه ولایت کې د خوړو نړیوال سازمان یا «WFP» د بشري مرستو له پیل څخه خبر ورکوي.

په نیمروز ولایت کې د اسلامي امارت محلي مسوولان په دغه ولایت کې د خوړو نړیوال سازمان یا «WFP» د بشري مرستو له پیل څخه خبر ورکوي.

په دې وروستیو کې د هرات حوزوي روغتون ته د ناروغانو ورتګ زیات شوې او هره ورځ د غور، بادغیس، فراه او نیمروز ولایتونو سلګونه اوسېدونکي د درملنې لپاره ورځي.
د بادغیس اوسېدونکی سیدحسام الدین چې شاوخوا شل ورځې وړاندې د خپل ماشوم د درملنې لپاره هرات ته تللی، د ډاکټرانو پر نه پام نیوکه کوي.

د فرانسې خبري اژانس د خپلې سرچینې له قوله راپور ورکړی چې امریکا او برېټانیې په کابل ښار کې له خپلو وګړو غوښتنه کړې چې هر څه ژر دې په کابل ښار کې د سرینا هوټل څخه ووځي. دغه خبري اژانس ویلي، یاد خبرداری د امنیتي ګواښ له امله دی.

د پکتيا مرکز ګردېز ښار چې د سوېل ختيځ زون مرکز دی، د کرېکټ لوبغاړي يې معياري لوبغالی او د سرپټې اکاډمۍ غوښتنه کوي. دوی دا خبرې نن ګردېز کې د کرېکټ تمريناتي اکاډمي په پرانيستغونډه کې وکړې.

اسیا کې له خبریالانو د خوندیتوب کمېټې په یوې خبرپاڼه کې د سلاموطندار راډیو پر خبریال او اډېټور محمدعلي احمدي وسلهوال برید افغانستان کې د اطلاع رسونې پر وړاندې ستر ګواښ بللی دی. اسیا کې د خبریالانو خوندیتوب کمېټې همغږی کوونکی سټیوان بټلر له طالبانو غوښتي چې د یاد برید د څرنګوالي په اړه خپلې څېړنې پیل کړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پر بنسټ، طالبانو ملګرو ملتونو ته د یوه لیک په استولو سره سهیل شاهین دغه سازمان ته د خپل دایمي استازي په توګه ورپېژندلی او په ملګرو ملتونو کې یې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي د وینا کولو غوښتنه کړې ده. په ملګرو ملتونو کې د مخکیني حکومت دایمي استازی غلاممحمد اسحاقزی و.

سره له دې چې له تېرو څو ورځو راهیسې په خواله رسنیو د کونړ د ځنګلونو وهل کېدو او قاچاق په تړاو اندېښنې مطرح کېږي، د کونړ یوشمېر اوسېدونکي هم وايي، په دغه ولایت کې د ځنګلونو وهل دوام لري او له طالبانو غواړي چې مخه یې ونیسي. د کونړ اوسېدونکي له طالبانو غواړي چې د ځنګلونو د وهلو او د قاچاق مخینوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

د ملګروملتونو امنیت شورا پرون د یوه پرېکړهلیک په تصویبولو سره چې له روسیې او چین پرته پاتې نورو ۱۳هېوادونو ورته مثبته رایه ورکړې، له طالبانو غوښتنه کړې چې افغانستان کې د مېرمنو، لږکیو او د ماشومانو حقونو ته درناوی وکړي.

نن په کابل کې یوشمېر خبریالانو او مدني فعالانو د یوې اعتراضیه غونډې پرمهال وویل چې د دوی پر وړاندې محدودیتونه ډېر شوي او له نړۍوالې ټولنه څخه یې غوښتنه وکړه چې دوی له افغانستانه وباسي. دغه خبریالان وايي، وروسته له دې چې طالبانو پر هېواد ولکه ټینګه کړې، ځینې خبریالان د طالبانو له لوري وهل شوي دي.

په تاجکستان کې د افغانستان سفیر محمدظاهر اغبر له انټرپول غوښتي چې محمداشرف غني، حمدالله محب او فضلمحمود فضلي له بیتالمال څخه د غلا په تور ونیسي او د خلکو شتمني دې بېرته راوګرځوي.

پکتيا کې یوشمېر سوداګر وايي، سره له دې چې افغان چارواکو څو ځله ورسره ژمنه کړې چې د ګردېز ـ پټان لویهلار به په رسمي توګه ټرانزیټي لاره کړي، خو دغه ژمنه تراوسه نه ده عملي شوې. دوی وايي، دغه لار د منځنۍ اسيا له هېوادونو سره د سوداګريزې راکړې ورکړې تر ټولو غوره لار ده چې د نورو تجارتي لارو په پرتله ۳۰۰ کيلومتره لنډه ده.

کابل کې د یوشمېر ناامنیو ولایتونو د پوهنتونونو ښځينه زدهکړیالانې په یوې اعتراضیه غونډه کې له ولسمشرۍ ماڼۍ څخه غوښتنه وکړه چې دوی ته دې د ناامنو ولایتونو له پوهنتونونو څخه د تبدیلۍ اجازه ورکړل شي.

د سره صلیب نړیوالې کمېټې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې په افغانستان کې یې د روان زېږديز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ۴۹ زره او ۵۰۰ ټپیانو درملنه کړې ده.
دغه بنسټ د ملکیانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې او افغانستان یې د ملکیانو لپاره یو تر ټولو خونړی هېواد بللی دی.

په افغانستان کې د اسټرالیا، ډنمارک، چک، اروپايي ټولنې، امریکا، بریټانیا، جاپان، سوېلي کوریا او د ناټو ملکي استازولۍ په یوه ګډه اعلامیه کې له طالب ډلې غوښتي چې ژرترژره خپل نظامي عملیات ودروي. په اعلامیه کې لیکل شوي چې د طالبانو نظامي عملیات، د خبرواترو له لارې د افغانستان د ستونزو د حل پروسه ناکاموي او د خلکو د بېځایه کېدو لامل کېږي.

په بلخ ولایت کې د سولې په بهیر کې د ښځو اېتلاف له لوري د تلپاتي اوربند په موخه له ټول افغانستان څخه ۵سوه زره لاسلیکونه راټول شوي دي.

د هاګ نړیواله محکمه او د ملګرو ملتونو د بشر حقونو او د بیان ازادۍ رپوټر د افغانستان بانک او د طلوع نیوز خصوصي ټلویزیون د پخواني کارکوونکي یما سیاووش د وژنې قضیه څېړي. یما سیاووش د افغانستان بانک پخوانی کارکوونکی و چې تیرکال د یوه نښلونکي ماین چاودنې له امله چې د نوموړي په موټر کې ځای پر ځای کړای شوی و، ووژل شو.