
د درې میاشتني اوربند په بدل کې د طالبانو ناشونې غوښتنه
د سولې بین الافغاني خبرو لپاره د افغان دولت د مرکچي پلاوي ویاند نادر نادري نن کابل کې یوې خبري غوندې ته وویل چې طالب ډلې افغان دولت ته د درې میاشتني اوربند وړاندیز کړی دی. د نادري په وینا، طالبانو د درې میاشتني اوربند په بدل کې د خپلو ۷۰۰۰ بندیانو د خوشې کېدو او د ملګرو ملتونو له تور نوملړ څخه، د دې ډلې د نوم د اېستلو غوښتنه کوي.











