
د ا.ا له لوري د کورونو پلټلو پر وړاندې غبرګونونه
له څو ورځو راهیسې په کابل، مزار شریف او کندوز کې د اسلامي امارت له لوري د کورونو بیا پلټلو په اړه راپورونه خپرېږي. د مزار شریف او کندوز اوسېدونکو سلاموطندار ته ویلي چې اسلامي امارت په دغو ولایتونو کې یو ځل بیا د خلکو د کورونو پلټلو ته مخه کړې او لا هم دا لړۍ روانه ده. د اسلامي امارت له لوري په دغه ولایتونو کې د کورونو د پلټنې عملیاتو پیلېدل د ټولنیزو رسنیو د یوشمېر کارونو له ګڼو غبرګونونو سره هم مخ شوی دی.














